ترکیه: د افغانستان په اړه د اتحاد العلماء د پریکړه لیک د ۱۲مې او ۱۳مې مادې متن

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲۵ تله، ۱۴۰۱ل)

په ترکیه کې د اتحاد العلماء د دوه ورځني کنفرانس د پریکړه لیک ۱۲ مه او ۱۳ ماده چې د افغانستان په اړه وې پښتو متن يې په لاندې ډول دي:

په دولسمه ماده کې ليکي: څرنګه چې د طالبانو په مشرۍ د افغانستان د خلکو د ازادۍ غوښتنې څو کلنې مبارزې په پایله کې په افغانستان کې د امریکا اشغال پای ته ورسېد او د افغانستان اسلامي امارت رامنځته شو.

‏علماء باید د اسلامي هېوادونو او د افغانستان اسلامي امارت تر منځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو په پراختیا او د اسلامي هېوادونو لخوا د افغانستان اسلامي امارت په رسمیت پیژندلو کې مثبت رول ولوبوي.

دغه راز په ديارلسمه ماده کې راغلي: د افغانستان له فتحې وروسته چې د اشغالګرو کفارو د تجاوز له امله په افغانستان کې ‏کوم اقتصادي شرائط راغلي دا حالت لا هم د علماؤو مسئولیت ډیروي.

ديارلسمه ماده زياتوي، یوې خوا زموږ وروڼه باید دګټور او حلال اقتصاد لپاره لاره هواره کړي، له بلې خوا د علماوو دنده ده چې د خپلو هیوادونو حکومتونه او تجاران په افغانستان کې له مسلمانانو سره مرستې ته تشویق کړي چې اقتصادي پیاوړتیا ته ورسیږي.

مربوطه مطالب

Back to top button