له پيړيو وروسته یو ځل بیا دعلماوو حکومت!

حسان مجاهد

حکيم الامت مولانا اشرف علي تهانوي (رحمة الله علیه) وايي: درسول الله ﷺ دوې دندې پر غاړه وې؛ يوه يې نبوت او بله سلطنت يا په دې تعبير چې هغه ﷺ نبي هم و او باچا هم و. له دهﷺ وروسته د خلفاء راشدینو(رضی الله عنهم) په زمانه کې هر خليفه دنبي وارث هم و او باچا هم و. خو له هغه وروسته دوخت په تیریدو سره دغه دوې دندې په دوو برخو وویشلې شوې؛ د نبوت دندې علماؤ او د سلطنت دندې باچهانو ته ورله غاړې شوې. اوس که کوم باچا له علماؤ څخه استغنا(بې پروايي) کوي او دحکومت په چارو کې ترې دجواز او نه جواز پوښتنه نه کوي؛ نو درسول اللهﷺ له يوې دندې يې مخ واړول او که کوم علماء دخپل وخت د حاکمانو اطاعت نه کړي؛ نو دوي هم درسول اللهﷺ له يوې دندې مخ واړول. ځکه نو په اوس وخت کې ددغو دوو دندو چې رسول الله ﷺ درلودې؛ ديوځای والي غوره صورت داده؛ چې باچا او حاکم ترهغه وخته يو حکم نافذ نه کړي، ترڅو چې يې له اهل حق علماؤ څخه مشوره نه وي اخيستې او علماء بايد دحکم تر تنفيذ وروسته د حاکمانو تائيد وکړي. که درسول اللهﷺ دغه دوې دندې( وظيفې) په دې توګه عملي نه شې نو بیا دامت کاميابي او سرلوړي ناممکنه ده. (اسلام او سياست)

تاسې فکر وکړئ که نن دامت دغه لوی مصلح او دزمانې مجدد اشرف علي تهانوي «رح» ژوندی وای او په افغانستان کې له علماؤ راجوړ حکومت يې ليدلی وای؛ نو ده به دغه حکومت څنګه ارزاوه؟ زه خو وایم چې ده به اوسنی حکومت دخلفاء راشدینو دحکومت بديل ګاڼه؛ ځکه دلته اوس عالم (چې دنبي وارث بلل کېږي) دوخت حاکم دی، له ډيره وخته راپدې خوا علماء او حاکمان سره بيل و، دحکومت چاري له علماؤ پردیو خلګو پر مخ بیولې. خوله پيړيو وروسته يو ځل بيا په افغانستان کې حکومت دعلماؤ شو، دسیکولريزم هغه مفکوره شنډه شوه چې سیاست له دينه بیل ده، دلته اوس سیاست له دین سره ګډ ده او دپرمختګ چارې یې له دينه سرچینه اخلي. داسې نه ده چې دوخت حکمرانانو دعلماؤ په دښمنۍ لاس پوري کړی ده، لکه په تير جمهوريت کې بلکې دحکومت واګې دعلماؤ په لاس کې دي، دحکومت سرپرست امیر المؤمنين(حفظه الله تعالی) په شمول دکابينې غړي، وزيران، رئيسان، واليان، ولسوالان او نور فوځي مأمورين ټول علماء او دستر بصيرت خاوندان دي او هره پريکړه داسلامي شريعت له مخې کوي. په دې سربېره چې خپله هم عالمان دي؛ له ولسي علماؤ سره هم هره ګړۍ په تماس کې وي، دهغوي مشورې اخلي او غونډو ته يې رابولي لکه سږ کال دچنګاښ په ۹ نهمه نېټه په کابل او دزمري په ۲۷ اوويشتمه نيټه په کندهار کې دعلماوو دوې ستري غونډي يې ښې بيلګې دي.

مربوطه مطالب

Back to top button