په کابل ښارکې دسړک جوړولوپنځه مهمې پروژې پرانیستل شوې

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۷ تله، ۱۴۰۱ل)
کابل ښاروالۍ په کابل ښار کې د سړک جوړولو د پنځو مهمو پروژو د پرانيستې خبر ورکړ.
د يادو پروژو د پرانيستې په غونډه کې د کابل د ښاروال مولوي عبدالرشید په ګډون ګڼ شمېر چارواکو ګډون کړی و.
د کابل ښاروالي وايي، چې روان کال کي د بګرامیونساجي سړک په دوو برخو کې، په ټولیزه توګه په اوږدوالي او (۱۰.۵) متر پراخوالي، د کارته نو تپې په سر په دوو برخو کې په ټولیزه توګه د (۲۹۰) متر په اوږدوالي او بیلابیل پراخوالي، د وزیر محمد اکبر خان له پنځلسم سړک څخه د شیر پور تر لمړې سړک پورې د (۳۹۱) متر اوږدوالي او (۲۲.۵) متر پراخوالي سره د کابل ښاروالۍ له کورنۍ بودجې څخه د (۷۱۰۰۰۰۰۰) افغانیو په لګښت، د سړک جوړولو چارې بشپړې او نن ګټې اخیستلو ته وسپارل شول.
همداراز د کابل ښاروالۍ د معلوماتو له مخې، د (۷۳۰) متر په اوږدوالي او (۳۰) متر پراخوالې سره د امنیت پروژي – قلعه زمان خان سړک، د (۱۰۸۴) متر اوږدوالې او (۱۴.۱۶ او ۲۰) متر پراخوالي سره له وزیر محمد اکبر خان سیمې څخه تر قلعه موسی او بي بي مهرو پورې د نښلونکي سړک، د څنډو ویالو او د (۱۱۰۵) حجم په درلودلو سره استنادي دیوالونو په ګډون د جوړولو چارې نن پیل شوې.



