د شيخ عبد الباقي حقاني صاحب وداعي مجلس کې مې درې لنډې خبرې وکړې

استاذ لطف الله خیراخواه

{قُلْ إِنَّ صَلَاتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلَّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ}

ـ د مسلمان د ژوند مقصد للهيت دی، بل تعبير يې اخلاص دی. کله چې د ژوند په مراحلو کې دا مقصديت وي، د ژوند لوړې ژورې پر انسان اغېز نه کوي. دی د ژوند هره مرحله کې داسې څه نظر کې ساتي، چې هېڅ دنيوي منصب، جاه او جلال نه شي ور رسېدلی.
ـ واکمنۍ کې د نظام د فکري شاليد تمدني اړخ څرګنديږي. ډېر کرت به د کوم نظام کوم دريځ د خپل اصيل فکر او ثقافت ترجمان هم نه وي، مګر د ده ذوقي دريځ به د ده فکر او عقيدې ته منسوبيږي.
د اروپا توره دوره يې بېلګه ده. د علومو په اړه د کليسا دريځ د انجيل حکم نه و، مګر په قاطع ډول ورته منسوب دی. همداسې له هر چا سره کېدی شي او د تاريخ تهمت سپيناوی نه لري.
د لوړو زده کړو وزارت تر يو بريده د خپل فکر استازولي وکړی شوه، له دې وروسته هم توقع ده، چې لا ډېر بريالی شي او امت ته پيغور پرېنږدي.

ـ د عثماني خلافت له نړېدو وروسته ټوله اسلامي نړۍ متفقه ده، چې “الإسلام هو الحل”. معنا له اسلام پرته د نړۍ هېڅ نظام د بشريت مادي او معنوي غوښتنې په متوازن شکل نه شي پوره کولی.

بالمقابل په نړۍ کې د “سياسي اسلام” د حتمي ناکامۍ ډنډوره غږېږي.

د ترکيې له عدنان مندريس راپيل..نجم الدين اربکان..د روسيې پر ضد د مسلمانانو غوڅه بريا..تاجکستان سره د مسلمانانو پخلاينه..د پاکستان اسلامي خوځښتونه..مصر کې د اخوانيانو بريا..تونس کې له سېکولرانو سره د مسلمانانو شراکت..د دې ټولو تجربو د ناکاميو دليل د “سياسي اسلام” ناکامي ښيي!!

ښه ټول اسلامي امت دروغ وايي که د اسلامي نظام مخالفين؟ دا ځواب يوازې په ويلو کې نه دی، بلکې دا به عملاً اوس ثابتوو، چې دا نظام د بشريت د قضاياو يوازينی حل دی.

که موږ ناکام شوو، زموږ له امله به زموږ ټول امت ته د دروغو نسبت کيږي..خدای تعالی مه کړه!
اوس نو موږ ته بويه چې دا ستر مسئوليت څه ډول اداء کوو؟

مربوطه مطالب

Back to top button