کابل ټکی کام ۲۱سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسئول جنرال رجب نن رسنیو ته ویلي دي چې نن شاوخوا ۱۰ بجې د سویلي سالنګ د خاکي پول په سیمه کې د سپرلیو ۴۰۴ ډوله جرمنی بس چپه شوی دی چې ښايي درنه مرګ ژوبله لري.
رجب همدا شان وویل چې یاد بس له مزار شریف څخه پلازمینې کابل ته روان وو.
رجب، د یاد موټر د چپه کېدنې لامل واوره او توفان بولي، او وايي چې «د توپان له امله له سړکه وتلی او چپه شوی دی.».
نوموړی زیاتوي، په دغه موټر کې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۵۷ کسان سپاره وو، یو شمېر کسانو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي د مرګ ژوبلې کره شمېره په ډاګه نه کړه خو زیاته یې کړه چې ټپیان یې نږدې روغتونونو ته لېږدولي دي.















