کابل ټکی کام ۲۱ سلواغه/۱۳۹۴
ته راغلې د لمر د را ختو پوښتنه نه کوم
اوس خو د رڼا د لګېدو پوښتنه نه کوم
ګله! ستا د زړه د چاودېدو پوښتنه نه کوم
نور د پسرلي د خندېدو پوښتنه نه کوم
ته را ته وعده را کړه چې بیا به داسې نه کیږي
زه به هم د تېرو شوګیرو پوښتنه نه کوم
زه ستا د امېل په شنو غمیو پسې ژاړمه
زه مې د خپل زړګي د ورکېدو پوښتنه نه کوم
څو به خپل وطن کې د پښتون په نوم ځورېږمه
څو به په کابل کې په پښتو پوښتنه نه کوم
راغلم چې خبر دې د بڼو د خوږېدو وا خلمه
نه، د خپل پرهر د شاړېدو پوښتنه نه کوم
مه ژاړه جنۍ د رسوایۍ له غمه مه ژاړه
بیا به دې د کلي له وړو پوښتنه نه کوم
و مې ویل «جلال» نه دې احوال لرې که نه لرې؟
و یې ویل چې زه د لېونو پوښتنه نه کوم

















