د کورنیو چارو وزیر د افغانستان لپاره د جاپان سفیر سره په لېدنه کې د سفارت له بيا فعالېدو هرکلی وکړ

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱ لړم، ۱۴۰۱ل)
د کورنیو چارو وايي، چې د دغه وزارت سرپرست وزیر خلیفه سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د جاپان سفیر اوکدا تاکشي سره لېدلي دي.
راپور زياتوي په دې لېدنه کې ښاغلي خلیفه سراج الدين حقاني په کابل کې د جاپان سفارت له فعالېدو هرکلی وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړېکو د پیاوړتیا په برخه کې اغېزمن ګام وباله.
دغه راز د جاپان سفیر اوکدا تاکشي هم ژمنه وکړه، چې جاپان به د افغانانو ملاتړ او همکارۍ ته دوام ورکوي.
په دې ليدنه کې د کورنيو چارو وزير د یاد سفارت د استازو او فعالیتونو اړوند د پوره امنیتي خوندېتوب ډاډ ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې جاپان دوه ورځې مخکې خپل سفارت تر يو کلن ځنډ وروسته بيا ځلې په کابل کې فعال کړ.



