د کرېکټ نړيوال جام: هند پاکستان ته په څلور وېکټو ماته ورکړه

کابل ټکی کام (يکشنبه، ۱ لړم، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې، د کرېکټ نړيوال شل اوريز جام سياليو په نننۍ لوبه کې هند پاکستان ته په څلورړ وېکټو ماته ورکړه.

دغه سيالي چې د اسټراليا په ملبورن ښار کې وشوه پچه يې هند وګټله او لومړی يې پاکستان ته د منډو جوړولو بلنه ورکړه.

پاکستان په ټاکلو شلو اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلې لوبډلې ته د ۱۶۰ منډو هدف وټاکه چې هند په وروستي اور کې د شپږو لوبغاړو په سوځېدو سره ياد هدف پوره کړ.

مربوطه مطالب

Back to top button