د روسيې يوه بله جنګي جيټ الوتکه د استوګنې پر ودانۍ راپرېوتې

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۲ لړم، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، د روسيې يوه بله جنګي جيټ الوتکه هم د استوګنې پر ودانۍ رالوېدلې ده.
چارواکي وايي، دا جنګي جيټ الوتکه د روسیې سویل سایبېریا کې د ایرکوڅک ښار کې پر کورونو را پرېوتې ده.
د یرکوڅک والي ایګور کوبزېف ويلي، دا سوخوی ۳۰ جيټ ماډل الوتکه وه چې سقوط يې کړی دی .
د هغه په وینا دې پېښه کې د الوتکې دواړه پیلوټان وژل شوي خو ځايي اوسېدونکو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
د يادونې ده، چې تېره دوشنبه اوکرایین سره پولې ته څېرمه د روسیې سویلي یېڅک ښار کې هم د دغه هېواد یوه سوخوی ۳۴ جټ الوتکه د ملکي استوګنې له یوه بلاک سره جنګېدلې وه چې ۱۵ کسان پکې وژل شوي وو.



