حسان مجاهد
په موجوده معاشره کې دبې علمۍ له وجې دخلګو په اذهانو کې بعضي غلطو افکارو ځای نيولی ده، د دوي په فکر اسلام يوازينی د عباداتو دين ده ، له معاشرتي، اجتماعي او تفريحي ژوند سره کوم خاص تړاو نه لري. له دې امله دټولنې روشنفکران او آزاد خياله مور او پلار ځوان نسل ته دداسې آزادنه ژوند، لوبو، فيشن او تفريح ترغيب ورکوي، چې هغه داسلام له نظره ناخوښ وي.
دلوبو او تفريح ترنامه لاندې يوه بله نظريه، چې د «جنسي تفريح او تسکين» نطريه ده او له غرب څخه اسلامي هيوادونو ته وارده شوې ده. ددې نطريې له لاري ځوان نسل ته دفحاشي له دعوت سره دمسيحت دعوت هم کيږي. ددې نظريې لپاره دتفريح، لوبو او فيشن په پروګرامونو، ورزشي کلپونو، د موسيقۍ، ساز او فحشا په ځانګړي سيمينارونو کې دمختلف النوع وسایلو له لاري مسیحیت ته په پراخه کچه کار روان ده او مراجعين يې ورځ تر بلې زياتيږي !!
خو مشروع تفريح ، لوبې او ورزش دصحت او سالمې روزنې لپاره ډير مهم دي. په اسلام کې روغ، چسپ او قوي انسان (چې دديني احکامو پابند وي) تر ناروغ، تنمبل او کمزوري انسان ښه بلل شوی ده.
علامه شاطبي رحمه الله تعالي وايي: لوبې کول جائزې دي، په دې شرط چې ناروا ته په کې لاره نه شي جوړه. خو مذموم(بدي بلل شوې) دي او علماء يې ښه نه بولي او بدي په دې معنی نه چې حرامي دي، بلکه مسلمان ته په کار نه ده چې له لويو کارونو يې مصروف او په بې ګټي کارونو يې اخته کړي.
دارنګه ابن قدامه په المغني کې ويلي : لوبې کول؛ که بل چاته پکې ضرر نه وې او له فرائضو پکې شغل نه وي مباح دي.
علامه تاج الدين سبکي وايي: اصل د لوبو جواز ده.
البته! اسلام ديو لړ هغو اصولو او مقرراتو له مخې تفريحي ژوند ته اجازه ورکوي، چې داخلاقي بربادۍ او په ديني امورو کې دسستۍ لپاره ذريعه نه شي جوړه، لکه په لاندې ډول:
۱_ غوره غرض
که تفريح محض دوخت دضياع او دنفسې خواهش دتکميل په موخه وي؛ نو داسې تفريح ته په اسلام کې هيڅ ګنجایش نشته، تفريح بايد دغوره مقصد لپاره وي لکه د بدن صحت او يا عبادت ته شوق پيداکيدل.
۲_ انسانيت ته احترام
په لوبو کې بايد انسانيت نه شي متضرر، دالله تعالی په مخلوقاتو بايد استهزاء نه شي رامنځته؛ له دې امله دانسانانو جنګول او د انسان په اندامونو ملنډي وهل داسلام له نظره ناجائز عمل دی.
۳_ له مشابهته ځان ساتل
هغه لوبې چې يوازي تر ښځو خاصي وي باید نارینه ترې ځان وساتي او هغه چې تر نارينه وو خاصي وي بايد ښځې ترې ځان وساتي؛ ځکه په دې کې دښځو اوسړيو يو له بله مشابهت رامنځته کيږي او داکار اسلام نه خوښوي.
۴_ دلباس مراعاتول
په داسې تنګ او ناقص لباس کې بايد لوبې و نه شي چې دانسان پټ اعضاء او عورت په کې ښکاره شي.
۵_ له غير مشروع لوبو پرهیز
له هغو لوبو څخه چې داسلام پيغمبر ﷺ نا روا بللې لکه: شطرنج، قمار دحيواناتو جنګول او…. يا هغه تفريحي مشاغل چې دايمان اودين دکمۍ باعث جوړيږي او ملت ياقوم ته په کې ضرر رسيږي؛ له هغو څخه بايد پرهيز وشي!
۵_ وخت مراعاتول
په لوبوکې بايد دوخت خیال وساتل شي؛ ځکه اسلام په هر څه کې خصوصا په وخت کې نظم مهم بللی ده. رسول الله ﷺ به تر ماخستن مخکې خوب او له ماخستن وروسته خبرې ښې نه بللې. ځکه دا کار په وخت کې ګډوډي رامنځته کوي، دا لامل دی چې الله تعالی شپه دخوب او ورځ دکار لپاره ګرځولې ده. په دې اساس باید دوخت خاص انتظام وشي او په لوبو کې زيات وخت نه شي ضائع.
۶_ له فضول خرچي ځان ساتل
په لوبو کې بايد له اصراف( فضول خرچي) څخه ځان وساتل شي؛ ځکه فضول خرچان دشيطان وروڼه بلل شوي دي. بله داچې نن ټولنې له فقر او غريبۍ سره مخ دي؛ نو څه اندازه مال بايد دصدقې لپاره هم ځانګړی شي.
۷_ دحقوق الله او حقوق العبادخيال ساتل
په لوبو کې بايد د حقوق الله او حقوق العباد خيال مراعات شي او فرائض/واجبات په سمه توګه او خپل وخت اداء کړل شي. رسول الله ﷺ وايي: هر هغه څه چې انسان له الله تعالی څخه غافله کوي؛ باطل ده(ترمذي).
همداراز بايد د بندګانو حقوق مراعات شي، داسې نه چې لوبو ته دموراوپلار په خدمت ترجيح ورکړله شي.
د اسلام په ګټه، دباطل پر وړاندې، اسلامي او ملي ارزښتونو ته د يو ژمن ځوان کهول په هيله !
















