کابل ټکی کام (یکشنبه، ۸ لړم، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې په سوماليا کې د دوه موټر بم بریدونو له کبله ۱۰۰ تنه وژل شوي او سلګونه نور ټپيان دي.
رويټرز خبري اژانس وايي چې پرون د سوماليا په پلازمينه موګاديشو کې لومړی د هغه هېواد د پوهنې وزارت ديوال ته څېرمه موټربم بريد او ورپسې د غرمې مهال د يوه رستورانت مخې ته چاودنه وشوه چې له کبله يې لږ تر لږه ۱۰۰ تنه وژل شوي او ۳۰۰ نور ټپيان شول.
باید وویل شي چې د بريد د قربانيانو لويه برخه ملکي وګړي دي.
که څه هم د چاودنو پړه تر اوسه کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخيستې؛ خو تر دې وړاندې د ورته بريدونو مسووليت الشباب ډلې منلی و.
















