د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه؛ پاکستان افغانستان سره پر دوامداره تعامل ټینګار کړی

کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱۲ لړم، ۱۴۰۱ل)

‏د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر “بلاول بوټو زرداري” له افغانستان سره پر دوامداره او عملي تعامل ټینګار کړی.

نوموړي د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې ویلي، چې د افغانستان له خلکو سره د بشري او اقتصادي بحران پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د مرستې لپاره بايد له دغه هېواد سره تعامل وشي.

د ویلو ده چې د اسلامي امارت په مشرۍ افغان سرپرست حکومت بیا بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې دوی سره دی مثبت تعامل ته را وړاندې شي؛ خو تر اوسه د پاکستان په ګډون هېڅ کوم هېواد افغان حکومت په رسمېت نه دی پېژندلی، د کتوونکو په باور نړیوال او سیمه اییز هېوادونه د امریکا له ویرې افغان حکومت په رسمېت نه پيژني.

مربوطه مطالب

Back to top button