پنجشنبه, اپریل 16, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home ټولنه او اجتماع

مدرسه وپېژنئ؟

ح جلال نشرونکی: ح جلال
نوومبر 2, 2022
کټګوریانې: ټولنه او اجتماع
0
43
ځلې شریک شوی
537
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

فاروق قریشي

مدرسه د دين او جهاد سر چینه، مدرسه د دين باغيچه , مدرسه د اسلام سپېڅلي دين ډيوه، مدرسه د علم ، تربيت، اخلاقو , ادب او تزکيه مرکز ، مدرسه د اسلامي فکر مرکز، مدرسه د قرآن , احاديثو, سيرت, عقايد او نورو مختفلو شرعي علومو زده کړې کور دی.

دا هم ولولئ

د امریکا پای

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

بالأخره مدرسه د اتلانو او غازیان معنوي مور ده.

مدرسې څه وکړل؟

مدرسې د شوروي اتحاد دړې وړې کړو،

مدرسې د کمونيزم رېښې ويستلې، مدرسې د ماوراء النهر هېوادونه د شوروي اتحاد نه آزاد کړل.

مدرسې په سیاست او عسکریت د معاصرې نړۍ دو پنځوس 52 هېوادو په ګونډو کړل .

ډ مدرسې بچیانو پر وړاندې 52 B , ډرون او نورې مختلف النوع جنګي الوتکې ، ټانګونه او اسلحې ناکامې شوې.

مدرسې بچیانو غربي نظريات، افکار، فرهنګونه، غربي رواجونه او ماډرنیزم ته پای ټکی کېښود.

مدرسې مجاهدين او فديان وروزل،

د مدرسې بچیانو پر افغانستان يو سپېڅلی اسلامي نظام حاکم کړو.

مدرسې ظالمان، لوطيان ، غله، لوچکان، ولګردان، باج خواهان، د خلکو په ناموس تېري کونکي ، د خلکو په سر ميخ ټکونکي او د رقص مرده کونکي له ګران هېواده ورک کړل.

بالأخره مدرسې داسې کارنامې او شهکارۍ وکړې چې ساری یې نشته.

په مدرسه څه تېر شول؟

مدرسه بمبار شوله، مدرسه وسوځول شوله،

مدرسې استاذان او طالبان شهيدان او په بګرام، ګوانتنام او پلچرخي کې بندیان شول.

مدرسې استاذان ، حافظان او طالبان د دستاربندۍ په مراسمو کې بمبار شول او ټولې هيلې يې په اوبو لاهو شوې.

په مدرسه وحشيانه چاپې ووهل شوې،

د مدرسې د طالب بدن په دين ټوټه ټوټه شو،

د مدرسې استاذ او طالب په وینو قرآن او احادیثو کتابونه رنګ شول .

مدرسې استاذ او طالب هر نوع کړاوونه وزغمل حتی په سپو وداړل شول .

بالاخره په مدرسه داسې بې درېغه وحشتونه وشول چې زما قلم یې له لیکلو عاجز دی.

خو مدرسې بچیانو خپله مبارزه پرېنښودله او بالاخره 1400 کاله وروسته کمونیزم ، ډیموکراسي ، سیکولریزم او کپیټالیزم ته ماته ورکړه او یو سپېڅلی شرعي نظام په خپل ګران وطن حاکم کړو.

مدرسې سره بايد څه وکړو؟

کله چې مدرسې داسې نه هېردونکي کارنامې وکړې او بې سارې قربانۍ ورکړې چې په نتیجه کې اوسنی اسلامي نظام منځته راغی نو د اسلامي نظام مشرانو توجه جدا لاندې نکتو ته غواړم‌

لومړی باید د مدرسې نصاب په معياري توګه سمبال شي او لاندې مضامين پکې داخل شي.

1- د قرآن کريم ترجمه او لنډ تفسير د اولې درجې نه تر آخرې درجې پورې تدريجا.

2- د احادیثو یو کتاب له اولې درجې نه تر آخرې درجې پورې‌.

3- د سيرة النبي په مناسبو درجو کې ( دوهمې نه واخله تر آخره).

4- د اخلاقو او ادب یو مضمون باید په هر درجه کې داخل شي.

5- اسلامي تاريخ باید په مناسبو درجو کې داخل شي.

6- د کفري معاصرو اديان لکه : ډيموکراسي، سيکولريزم، لبراليزم، نشنليزم وغيره..

 پېژندنې لپاره بايد يو مضمون په مناسبو درجو کې داخل شي.

7- دعربي ژبې او املاء زده ته جدا توجه وشي.

8- معاصر ضروري مضامين لکه : رياضي ، انګلسي او کمپيوټر زده کړه په درجو کې داخل شي.

9- بايد په مدارسو کې دديني زده کړو سره د عسکري زده کړو زمینه هم طالبانو ته مساعده شي ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم وايې قوت په ( رمي ) کې دی.

10۔ د صرف او نحوې په برخه کې بايد داسې کتابونه تدريس شي چې مثبته نتیجه پرې مرتب شي لکه : نحو الواضح ، دروس النحو، النحو التطبيقي ، الصرف التطبيقي وغیره ….

11- باید د مدرسې مدرس نه لمړی امتحان واخیستل شي او بیا د استاذ په توګه وټاکل شي .

12- باید د ټولو مدارسو درجو کې يو ډول نصاب تدریس شي.

13- امتحان اخيستل بايد لازمي شي.

پوښتنه : دا دومره زيات کتابونه به څنګه تدريس شي؟

ځواب: دا شونې ده ځکه باید هغه علوم چې اوس ډېره فايده پرې مرتبه نده لکه : علم المنطق، علم الحکمة وغيره.. مضامین په درجو کې کم شي او پر ځای پاس ضروري مضامین ځای پر ځای شي .

د اسلام نظام مشرانو نه زما غوښتنه:

محترمو مشرانو!

په اوسني اسلامي نظام کې د مشر نه واخله تر کشره ټول د مدرسې بچيان( طالبان) دي نو زه د ستاسو توجه خپلې معنوي مور ( مدرسې) ته جدا غواړم .

محترم مشرانو د ستاسو معنوي مور ( مدرسه ) خو مخکې په چنده چلېدله څه عیب نوه ځکه د مدرسې بچی هم فقير وه

اوس خو نو دمدرسې بچيانو هر نوع امکانات شته.

خو بدبختانه اوس هم د ستاسو معنوي مور په چنده

( ګدايۍ) چلېږي آيا خپله مور مو همداسې سواګره پرېېږدۍ؟

نور بس څه نه وايم تاسو په خپله ښه پوهېږئ.

مخکینې مطلب

‏د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ د ریلي او غیر ریلي ترميماتو چارې ۸۰ سلنه بشپړ شوي

بل مطلب

د شانګهای همکارۍ سازمان غونډه؛ پاکستان افغانستان سره پر دوامداره تعامل ټینګار کړی

ځانګړي مطالب

ټولنه او اجتماع

د امریکا پای

نشرونکی: ح جلال
مارچ 25, 2026
ټولنه او اجتماع

د یو روږدي کس لیک خپلې مور ته!

نشرونکی: ح جلال
مارچ 17, 2026
ټولنه او اجتماع

که د ایران ستر رهبر ووژل شي، نوی مشر به څنګه ټاکل کېږي؟

نشرونکی: ح جلال
مارچ 1, 2026
ټولنه او اجتماع

پان‌ترکيزم؛ فرهنګي اتحاد که سیاسي پروژه؟

نشرونکی: احسان تکل
نوومبر 10, 2025
ټولنه او اجتماع

ښاري ژوند، چاپېریال او ډیجیټل پرمختګ

نشرونکی: ح جلال
اکتوبر 31, 2025

وروستي

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

نشرونکی: ح جلال
اپریل 15, 2026
0

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

د بورکینافاسو ولسمشر: د “ډیموکراسۍ” تر نوم لاندې هېوادونه ویجاړېږي

نشرونکی: احسان تکل
اپریل 15, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • سنټکام: د ایران بندرونه مو کلابند کړي؛ هېڅ کښتۍ ته د تګ اجازه نه ورکوو

    15 شریک شوي
    شریکول 6 Tweet 4
  • د سیمې د کړکېچ په هکله د اردوغان خبرداری؛ که اړتیا شي، د اسرائیلو دننه به عملیات وکړو

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ټولګټو چارو وزارت: د کندهار–سپین بولدک سړک دویم لین دویم لاټ ۹۷ سلنه بشپړ شوی

د اسلامي امارت له لوري غزې ته ۵۳۰ ټنه بشري مرستې ورسېدې

د بلخ مسؤولین: تېر کال د ۸۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه شوې

کاناډایي ورځپاڼه: ایران د امریکا پر وړاندې د جګړې ګتونکی دی

د سردار محمد داود خان ۴۰۰ بستریز کمپلکس روغتون کې د رادیولوژۍ عصري ډیجیټلي سیستم فعال شو

روسیه: د یورانیمو غني کول د ایران مشروع حق دی

سناتور وان هولن: ټرمپ حقیقت پټوي، موږ له ایران سره جګړه کې بریالي نه یو

ولسمشر ټرمپ: د امریکا او ایران کړکېچ پای ته نږدې شوی

ګوترېش: د منځني ختیځ کړکېچ پوځي حل نه لري مذاکرات دې ژر پیل شي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com