په غزې د اسرائیلو بریدونه؛ ګڼو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

کابل ټکی کام (شنبه، ۱۴ لړم، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې اسرائیلي اشغالګرو پرون جمعه ناوخته د فلسطین په غزې تړانګه کې د حماس مقاومتي غورځنګ په ځینو اهدافو هوایي او توغندیز بریدونه کړي چې په پایله کې ګڼو ګسانو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د اسرائیلو نیواکګر پوځ اعلان خبر ورکړی، چې دغه بریدونه یې له غزې تړانګې څخه د توغندیو د توغولو په غبرګون کې کړي دي.

که څه هم تر اوسه حماس غورځنګ په دغو بریدونو کې د اوښتې مرګ ژوبلې د کره شمېرې په تړاو څه نه دي ویلي؛ خو غزه کې فعالان بیا وایي چې ۵ تنه شهیدان او ۱۳ نور ټپیان دي

باید وویل شي چې په غزې وروسته تر هغه دا بریدونه کېږي چې د اسرائیلو په پارلماني ټاکنو کې سخت دریځه “بنیامین نتنیاهو” د ټاکنو ګټونکی اعلان شو.

مربوطه مطالب

Back to top button