بهرنيو چارو وزارت: روسیه کې د افغانستان په اړه غونډه کې بحثونه د امارت له استازو پرته نیمګړي دي

کابل ټکی کام(شنبه، ۱۴ لړم، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت په روسيه کې د افغانستان په اړه جوړېدونکې غونډې ته غبرګون ښودلی او د افغان حکومت د استازو له ګډون پرته يې ياده غونډه نيمګړې بللې ده.
د ا.ا.ا د بهرنیو چارو وزارت د روسیې فدراتیف د ملي امنیت شورا د منشي نیکولای یتروشیف هغه ادعا هم رد کړې، چې د طالبانو اسلامي تحریک رامنځ ته کیدل یې امریکا ته منسوب کړي و.
د بهرنيو چارو وزارت وايي، د طالبانو اسلامي تحریک د پخواني شوروي اتحاد له ماتې وروسته، د خپل هېواد د نجات لپاره ‏د ولس له منځه را پورته شوی، چې خپل هېواد کې يې د اسلامي نظام لپاره مبارزه کړې، د نویمو کلونو ملوک الطوائفي او وروسته یې بهرنی اشغال له منځه یوړ او له اوږدې مشروع مبارزې وروسته بریا ته ورسيد.
‏بهرنيو چارو وزارت په روسیه کې د افغانستان په اړه جوړیدونکې غونډه کې بحثونه د اسلامي امارت له استازو پرته نیمګړي بللي زياته کړې:« افغانستان اوس یو خپلواک، مسؤول او مشروع حکومت لري. په دې توانیدلی چې په ټول هېواد کې امنیت په مؤثر ډول ټینګ کړي، پولې خوندي کړي؛ او له ګاونډیانو، سیمې او نړۍ سره په سیاسي، اقتصادي او امنیتي برخو کې مثبت تعامل ولري».
د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې په داسې ناستو کې د افغانستان حکومت نه ګډون پر تعامل منفي اغېز کولای شي.

مربوطه مطالب

Back to top button