‏په زابل کې د بسکي 24 متره پل ګټي اخیستنې ته وسپارل شو

 کابل ټکی کام(شنبه، ۱۴ لړم، ۱۴۰۱ل)

‏ټولګټو چارو وزارت وايي، چې زابل کې د کابل-کندهار په لویه لار د بُسکي لوی پله د ترمیم او بیارغونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ياد پل د پرانيستې په مراسمو کې د زابل مرستیال والي وويل: د دغه پله د بیارغونې چارې ۷۷ ترکي شرکت ته ورکړل شوې، چې په ډېر کم وخت او ښه کیفیت سره یې چارې بشپړي شوې او هیله ده؛ چې یاد شرکت د دې لويې لارې د پاته ويجاړو پلونو په ترمیم او بیارغونه کې هم مرسته او همکاري وکړي.

یاد پل ٢٤ متره اوږدوالی او څه باندې ٨ متره پلنوالی لري، چې له بیارغونې ورسته به د خلکو ګڼې ترانسپورټي ستونزې ورسره حل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button