کابل ټکی کام(سه شنبه، ۲۴ لړم، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، ډېر ژر به کندهار کې د سنوفارما د درمل جوړولو يوه ستره فابريکه توليدات پيل کړي.
د درملو تولیدي فابریکې مشر محمد سعید صدیق وايي، چې د فابریکې اداري چارې يې پيل کړې او ډېر ژر به د سنو فارما تولیدي ساحه هم فعاله او په کار پیل وکړي.
ښاغلي صدیق زیاته کړې، چې د فابریکې په جوړېدو سره به ۸۰۰ کسانو ته په مستقیمه او له ۲ زره زیاتو کسانو ته په غیر مستقیمه توګه د کار زمینه برابره شي.
د مسوولینو په خبره، یاده فابریکه کې به په ۸ کاري ساعتونو کې کابو ۲ میلیونه ټابلیټ، یو میلیون کپسول او ۱۰۰ زره بوتله شربت په لوړ کیفیت تولیدېږې.
چارواکي وايي، دغه فابريکه د ۷۱ سوداګرو د ۵۰ ميليونو امريکايي ډالرو په پانګونې سره جوړه شوې ده.


















