شعر/ ثاقب خپلواک

ثاقب خپلواک

سندریز کیف، د تورې شرنګ، در سره مینه لري

پېغله ټپه یې، زلمی ننګ، در سره مینه لري

 

ملالۍ تال ته چمبه ور کړه ، شته سندري د ننګ

تېر د میوند سپيڅلې جنګ ، در سره مینه لري

 

چې وي په تیکي کې پرته پر غلیم پورته نه شی

لاس نه پریوتې، تورې زنګ ، در سره مینه لري

 

د عشق طواف در باندي کړي،دمه دې غیږ کې اخلي

پر تا مئین ډیوې ، پتنګ ، در سره مینه لري

 

سِکه د حُسن دې ، چلېږي د ښکلا بازار کې

کچکول د مینې ، د ملنګ ، در سره مینه لري

 

د تخلیق رمز کې دي،بیا څومره پټ رازونه نغښتي

ښایسته ګلابه ! ښکلی رنګ ، در سره مینه لري

 

ناقوسه ! چیغې دي شه غلې په اذان د مینې

رب دي ګونګی کړه،چې پرنګ ، در سره مینه لري

 

د آذادۍ ! لیلا سور شال به دي،پر سر غوړوم

شیندم پر زلفو دي ، لونګ ، درسره مینه لري

 

خپلواکه ! ړنګ، بنګ یې روان خمار ځنګېږی پر لار

هغه د ښکلو شونډو بنګ ، در سره مینه لري

 

 

مربوطه مطالب

Back to top button