کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ لړم، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې د اوکراین پولې ته څېرمه پولنډ کې د یوه روسي توغندي د لګیدو له امله دوه کسان وژل شوي دي.
د اروپایی رسنیو د راپورونو له مخې د ناټو پر غړی هېواد پولنډ روسیې توغندی توغولی چې له امله یې دوه کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان دي.
روسیې وروسته له هغې پر اوکراین او پولینډ توغندیز بریدونه وکړل، چې د اوکراین ولسمشر “ولادیمیر زیلینسکي” وویل، چې روسیه باید د خپل هېواد پولې ومني او د سولې د خبرو لپاره خپل ځواکونه له اوکراین څخه وباسي.
د پولنډ پوځ او پولیس د پېښې ځای ته رسېدلي او سیمه یې کلابنده کړې ده.
په ورته مهال د پولنډ دولتي تلویزیون خبری ورکړی، چې د یاد هېواد لومړي وزیر د ملي امنیت او دفاعي چارو د کمیټې بیړنۍ غونډه رابللې ده.


















