د هوایي چلند وزارت: د افغانستان پر فضا الوتنې زیاتې شوي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۵ لړم، ۱۴۰۱ل)

د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د تېرو شپږو مياشتو په پرتله له افغانستان څخه د الوتنو شمېر زيات شوى دى.
د دغه وزارت ویاند “امام الدین احمدي” وايي، چې په هرو ۲۴ ساعتونو کې د افغانستان له فضا څخه د الوتنو شمېر د ۵۰ او ۷۰تر منځ وو، چې اوس دغه شمېر ۱۰۰ الوتنو ته رسېدلی دی.
د نوموړي په خبره، د متحده عربي اماراتو له “ګاک” شرکت سره د ځمکني خدمتونو او دوو نورو قراردادونو له لاسلیک وروسته د افغانستان له فضا څخه د الوتنو په شمېر کې زیاتوالی راغلی دی.
له بلې خوا د اقتصاد وزارت وايي چې د افغانستان له فضا څخه د الوتکو الوتنه د اقتصاد پر ودې اغېز لري او په دې برخه کې باید د هوايي ترانزېټ برخې ته لا ډېره پاملرنه وشي.

مربوطه مطالب

Back to top button