پولنډ کې د روسيې ميزايلو لګېدو په تړاو؛ د ناټو غړي هېوادونه نن بېړنۍ غونډه جوړوي

کابل ټکی کام(چهارشنبه، ۲۵ لړم، ۱۴۰۱ل)

ټاکل شوې، چې پولنډ کې د روسيې ميزايلو لګېدو په تړاو؛ د ناټو غړي هېوادونه نن بېړنۍ غونډه جوړه کړي.

پولينډ د ناټو غړي هېوادونه يادې بيړنۍ غونډې ته رابللي دي.

رویټرز اژانس د دوو ديپلوماتيکو سرچينو له قوله ليکلي، چې د ناټو سازمان د څلورمې مادې له مخې په نننۍ غونډه کې وضعیت ارزول کېږي.

د ناټو سازمان د معاهدې په ياده ماده کې راغلي، که د ناټو هر غړی د ځمکنۍ بشپړتیا، سیاسي خپلواکۍ یا امنیت ګواښ احساسوي، د سازمان نور غړي یې په تړاو هر ډول اندېښنې ښودلی شي.

د پولنډ د ملي امنیت سلاکار جاسیک سیویرا ( Jacek Siewiera ) ویلي، دوی د دغو توغندیو د لګېدلو په تړاو له خپلو متحدانو سره د لوړې کچې په خبرو بوخت دي.

د ناټو بېړنۍ غونډه وروسته تر دې جوړيږي چې پرون سه شنبه د روسیې د پوځ له‌خوا پر اوکراین دوه توغول شوي او د پولنډ د ختیځ په یوه کلي کې یې دوه تنه ووژل.

خو روسیې بیا رد کړې او روسیې چارواکو ویلي، دا راپورونه په ښکاره توګه د وضعیت د کړکېچنولو په هدف ورکول کېږي.

مربوطه مطالب

Back to top button