ذ.مجاهد: ځانګړو عملياتو کې ۶ داعشیان وژل شوي، ۴ تنه ژوندي نیول شوي

کابل ټکی کام(چهارشنبه، ۲۵ لړم، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان اسلامي امارت وياند ذبيح الله مجاهد وايي، چې په هرات ولايت کې يې د داعش وسله والو پر پټنځای عمليات کړي دي.

ښاغلي مجاهد په خپله رسمي ټويټرپاڼه پاڼه ليکلي، چې د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې ۶ داعشیان وژل شوي، ۴ تنه ژوندي نیول شوي دي.

د مجاهد په وينا:«غو داعشي فتنګرو څو ورځې وړاندې په هرات کې د یوه بس په چاودنه کې لاس درلود چې ډاکټران يې انتقالول.»

نوموړی زياتوي، ډیرې وسلې او مهمات هم ترې تر لاسه شوي دي.

په عین حال کې د هرات د والي ویاند حمیدالله متوکل ياد عمليات تاييدوي په خبره يې د «پرون شپې عملیات د هرات ولایت د ۱۲مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د داعش وسله والو پر یو پټنځي شوي دي».

مربوطه مطالب

Back to top button