
لغمان کې د دوه اويا ميليونه افغانیو په ارزښت د ۳ پروژو کار پيل شو
کابل ټکی کام(پنجشنبه، ۲۶ لړم، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، په لغمان کې د دوه اويا ميليونه افغانیو په ارزښت د ۳ پروژو کار پيل شو.
په دې پروژو کې ۳ سربندونه او یو استنادي دیوال شامل دي، چې د بنسټ ډبره يې نن د دغې ولايت د والي قاري زین العابدین عابد، د لغمان سیندیزې حوزې رئيس ښاغلي مولوي شیرجان راشدي او یو شمېر نورو مسؤلینو له خوا کېښودل شوه.
د لغمان د دولت شاه ولسوالي اړوند د دولچ شاهي، دړنګي، اولوک سربندونو او د لمبړي کانال د استنادي دیوال د پروژو د جوړیدو چارې د يادو چارواکو په شتون کې پيل شوې.
د یادو پرژو چارې چې د خوړو نړیوال سازمان (WFP) په مالي ملاتړ د ABM موسسې له خوا د لغمان سیندیزې حوزې تر لاندې پلې کيږي، پکې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
مسوولين وايي، چې د یادو سربندونو او استنادي دیوال د جوړیدو چارې د ۹ میاشتو په موده کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.



