حسان مجاهد
د هرې کورنۍ سرپرست لکه څنګه چې د خپل اهل او عيال لپاره په نفقه پيدا کولو کې زيار باسي؛ داسې باید د دوي سالمه ديني روزنه وکړي او د ګناه له هر ډول وسائلو څخه يې وژغوري.
الله تعالی وايي: ژباړه: «ای د ايمان خاوندانو! خپل ځانونه او اهل د جهنم له اوره وژغورئ!»
يعني په نيکو کارونو ورته امر وکړئ او له ګناهونو يې راوګرزوئ.
نن چې د اسلام په مقابل کې کومې ډلې راپورته شوې دي؛ يوازينۍ موخه يې له الله تعالی څخه د بندګانو لري کول او پردي کول دي، دې موخې ته د رسیدو لپاره دوي غواړي له بيلابيلو لارو څخه اسلامي ټولنې له هر ډول فساد سره مخامخ کړي. په اسلامي ټولنه کې يې بيا ډير تمرکز د مسلمانې ښځې په فساد ده.
د استعمار ګرو يو مشر وايي: «يوه پياله شراب او يوه نڅا ګره ښځه د محمدي امت د زوال لپاره تر زرو توپونو اغیزمن دي».
د يهودو په پروتوکلونو کې راغلي: موږ بايد مسلمانې ښځې د ځان کړو او په کومه ورځ چې مسلمانې ښځې موږ ته لاس راکړ؛ بیا ممکنه ده چې موږ بريا ترلاسه کړه.
ډاکټر ميدروبيرغر وايي: ښځه په اسلامي ټولنه کې يو له هغو پياوړو قدرتونو څخه ده، چې کولای شي مسلمانه ټولنه فساد ته را وکاږي، له منځه یې یوسي او یا يې له خپل دين څخه واړوي.
نن ورځ د کفارو له خوا دښځو دفساد په موخه ځانګړي ويب سايټونه، ورځپاڼې، ډرامې، سريالونه او پروګرامونه رامنځته شوي دي، چي موخې يې؛ په اسلامي ارزښتونو او عقيدې باندې شک او بي باوري پیدا کول، مسیحیت، الحاد، فحاشي، عرياني او ناروا مینې ته دعوت، په اخلاقو، عاداتو او فیشن کې د غرب تقليد، دوخت ضايعه کيدل، په اسلامي احکامو کې سستي کول، دکورنۍ غړي په جنجالونو کې ښکيلول او…. داسې نور دي.
ځکه کفار ويره لري چې مسلمانې ښځې کولای شي داسې اولادونه په خپلو غيږو کې وروزي چې سبا د اسلامي امت رهبران جوړ شي او کفري نړۍ ته لوی خطر وګرزي؛ ځکه نو دوي اړینه وبلله چې لومړی دښځو په فساد کار وکړي؛ تر څو ددوي اولادونه او ورپسې راتلونکي نسلونه ټول فاسد وګرزي.
نو موږ دکورنۍ له هر مسؤل څخه په درنښت هيله داده چې له کورنو څخه دفساد هر ډول وسائل ایسته کړي، دکورنۍ غړو ته انټرنیټي وسائل برابر نه کړي؛ ځکه دکم عمره نجونو او هلکانو ذهنونه تش او له معلوماتو بې برخې وي او هر ډول بد افکار په کې دډبري نقش ګرزي.
که دکورنۍ مسؤل د فساد دا ډول وسائل مهار نه کړي؛ نو نږدې ده چې ميرمن او اولادونه به يې خپل، خو فکرونه به یې پردي وي، ميشت به په اسلامي ټولنه کې وي، خو خيال به يې په اروپا پروازونه کوي، په نوم به مسلمان، خو دژوند په انفرادي او اجتماعي برخو کې به دغرب لاروی وي. که موږ مسلمانان دښځو په اصلاح کي پاتي راغلو؛ بیا نږدې ده چې زموږ دين، عزت او سپیڅلی راتلونکی به په ستر تاوان کې واقع شي.