
اروزګان کې د خوړو نړیوال پروګرام د خوراکي موادو د غلا په تور ۴۰ تنه نیول شوي
کابل ټکی کام(جمعه، ۲۷ لړم، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې، امنيتي ځواکونو په اروزګان ولایت کې د خوړو د نړیوال پروګرام د خوراکي موادو د غلا په تور لسګونه کسان نیولي دي.
د اروزګان ولایت د لومړۍ امنیتي حوزې مسوول مولوي دفاعي وایي، چې د چهارشنبې په شپه نامعلومو کسانو په اروزګان کې د خوړو د نړيوال پرګرام له موټرو څخه سلګونه ګونۍ اوړه او نور خوراکي مواد غلا کړي چې په تړاو يې ۴۰ شکمن کسان نيول شوي او څېړنې ترې روانې دي.
د دغه ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رئيس قاري اغا ولي قريشي وايي، موټرچلوونکو په ناسم ځاي کې خپل موټرونه درولي و او نه يې امنيتي کسانو سره همغږي کړې وه.
نوموړی وايي: “دوی داسې ځای موټرونه درولي وو چې نه د دوی رسمي اډه وه او نه خپلو ګدامونو او دفترونو ته نژدې و او نه هم د دوی تمځای و. امنیتي کسان یې هم نه و خبر کړي، نو بیا د شپې یې موټران وهل شوي وو، وروسته چې امنیتي کسان خبر شول، ۴۰ مشکوک کسان یې د غلا په تور ونیول.”
د خوړو نړیوال پروګرام دا خوراکي مواد له کندهار څخه اروزګان ته لېږلي وو.



