ملا برادر او د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت مرستيال د يادې پروژې پر بيا پیل خبرې کړي

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)

د افغانستان د اسلامي امارت د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې د مس عینک پروژې د قراردادي شرکت MCC اجرائيوي مرستیال ښاغلي اوو مین سره کتلي دي.

د اقتصادي معاونيت په رسمي ټويټر پاڼه د يادې ليدنې اړوند معلومات خپاره شوي زياتوي، په دې لیدنه کې دواړو لورو د مس عینک پروژې د هوکړه شویو مواردو پر عملي کولو او ددې پروژې د عملي چارو پر پیل هر اړخیزې خبرې کړي دي.

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال د افغانستان اوسنی وضعیت یو ښه فرصت بللی او ويلي يې دي،چې د افغانستان اسلامي امارت د مس عینک پروژې د پيل له پاره پوره چمتووالی لري او په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.

دغه راز د MCC شرکت اجرائیوي مرستیال ښاغلي اوو مين هم د پروژې چارو د پیل په برخه کې د ملابرادر له هلو ځلو مننه کړې او ويلي يې دي چې د عینک له سيمې څخه د لرغونو اثارو تر بشپړ لېږد وروسته به په عملي توګه خپلې چارې پيل کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button