افغان حکومت: سویس ته د افغانستان بانک د شتمنیو د لېږدولو پرېکړه ناعادلانه ده

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان بانک د افغانستان د اسعاري زېرمو په اړه د امریکا د وروستۍ پرېکړې په غبرګون کې ویلي، چې دغه پرېکړه د لازمو معیارونو له په پام کې نیولو، خوندیتوب، رونټیا پرته او د دغه بانک اندېښنو ته په پام ناعادلانه ده.
دغه بانک زیاته کړې چې د افغانستان بانک اسعاري زېرمې، د افغانانو ملکیت دی او تېرو ډېرو کلونو کې د پولي ثبات، د مالي نظام د پیاوړتیا او له نړۍ سره د سوداګرۍ د اسانه کولو لپاره کارول شوې دي.
د دغه بانک په وینا، د امریکا پرېکړه چې د افغانستان د استازو له حضور پرته او د دغه بانک له ګډون پرته نیول شوې د منلو وړ نه ده.
د اسلامي امارت ویاند هم وايي، چې دغه پیسې د افغانانو ملکیت دی، باید خلکو ته وسپارل شي او واک یې د افغانانو په لاس کې وي.
دا په داسې حال کې ده چې د سویس دولت تایید کړې، چې د سویس د امانتي صندق د مدیریت پلاوي د افغانستان د کنګل شویو شتمنیو لپاره د لومړي ځل لپاره په جینوا کې ناسته جوړه کړې ده.



