اسرائیلي اشغالګرو په غزه کې د حماس پر هدفونو هوایي بریدونه کړي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۱۴ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)

د راپورونو له مخې اسرائيلي اشغالګرو ځواکونو په غزه کې د حماس غورځنګ پر هدفونو هوايي بريدونه کړي دي.

د اسرائيل دفاع وزارت په يوې اعلاميې کې ويلي، چې جنګي الوتکو يې د ډسمبر د ۴مې نېټې په سهار په غزه کې د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) پر موخو بريدونه کړي دي.

اعلاميه وايي، چې اسرائيلي ځواکونو دا بريدونه د حماس د راکټي بريدونو په غبرګون کې کړې دي.

فلسطيني رسنيو خبر ورکړی، چې د اسرائيلي ځواکونو په دغو هوايي بريدونو کې ملکي تاسيسات زيانمن شوي، خو چا ته پکې مرګژوبله نه ده اوښتې.

مربوطه مطالب

Back to top button