د افغان کډوالو په تړاو د څلور اړخیزې ناستې پريکړه؛ کډوال به په با عزته توګه خپل هېواد ته ستانه شي

کابل ټکی کام (شنبه، ۲۶ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)

‏د افغان کډوالو په تړاو د ایران په کوربتوب د افغانستان، ایران، پاکستان او ملګرو ملتونو ترمنځ په څلور اړخیزه ناسته کې پرېکړه شوې، چې کډوال په با عزته توګه خپل هېواد ته ستانه شي.

په دې ناسته کې د ګډون لپاره له افغان لوري د کډوالو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبد الرحمن راشد د یوه پلاوي په مشرۍ تهران ته تللی و چې په ياده پنځه ورځينۍ ناسته کې يې ګډون کړی دی.

د راشد په وينا، د ملګرو ملتونو له خوا څخه ۵۵۰ مليونه ډالره د هغه مهاجرينو لپاره ځانګړي شوي، چې بيرته هېواد ته راستنیږي او يا په نورو هېوادونو کې د تعليم، روغتيا او نورې ستونزې لري په راتلونکي کې به ورسره مرسته وشي.

نوموړی زياتوي، د اسلامي امارت او ايران تر منځ يوه کميټه ټاکل شوې، چې د مهاجرينو مشکلات په ګوته او د حل په موخه يې هلې ځلې وکړي.

د افغان حکومت چارواکي ډاډ ښيي چې ‌اوس په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی او افغان کډوال بېرته راستنېدلی او پخپل هېواد کې ارام ژوند کولی شي.

ویل کېږي اوسمهال شاوخوا شپږ میلیونه افغان کډوال پاکستان او ایران کې مېشت دي.

د افغان چارواکو په وينا، پر دې هم کار کوي چې راستنېدونکو کډوالو ته په بېلابېلو ولایتونو کې د اوسېدو لپاره استوګنیزې مېنې جوړې کړي.

طالب چارواکي له نړیوالو مرستندویو ادارو غواړي چې د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د هواري په برخه کې مرسته ورسره وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button