ملګري ملتونه: د نجونو پر زده کړو بندیز د اندېښنې وړ اقدام دی

کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۳۰ لیندۍ، ۱۴۰۱ل)

د ملګروملتونو سرمنشي انتونیو ګوترېش د افغانستان په پوهنتونونو کې د نجونو پر تحصیل د اسلامي امارت بندیز د اندېښنې وړ اقدام بللی دی.
د ګوترېش ویاند “سټیفان دوجاریک” په یوه بیان کې چې نن خپور شو ویلي دي چې، ګوترېش د افغانستان له واکمنو غوښتي چې د تعلیم په ټولو سطحو کې د خلکو لپاره امکانات یقیني کړي.
د دوجاریک په وینا د ملګروملتونو سرمنشي ټینګار کړی چې د ښځو او نجونو د تعلیم مخنیوی نه یوازې د نجونو او ښځو د حقونو سرغړونه ده، بلکې د افغانستان پر راتلونکې به هم ناوړه اغېز ولري.
له دې مخکې د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د مرستندوی ماموریت یا یوناما مرستیال رامز الاکبروف هم د اسلامي امارت وروستی اقدام د اندېښنې وړ بللی و.
هغه پر ټویتر لیکلي چې تحصیل د انسانانو اساسي حق دی او زیاتوي چې د ښځو پرمخ د تحصیل د دروازې تړل د افغانستان د پرمختګ د دروازې بندول دي.

مربوطه مطالب

Back to top button