هلمند کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پمبې او غوړیو فابریکې فعالیت پیل کړ
کابل ټکی کام (پنجشنبه، ۱ جدي، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې ، د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پمبې او غوړیو فابریکې فعالیت پیل کړ.
مسولين وايي، دا فابريکه د مرکز لښکر ګاه په بولان سیمه کې نوې جوړه شوې چې د غوړيو او پمبې پروسس پکې ترسره کېږي.
په یاده فابریکه ۶۰ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې چې ۱۲۰ تنو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.