د اسلامي امارت لخوا د ښځینه وو پر پوهنتونونو بندیز؛ د مصر د الازهر شیخ هم اندېښنه ښودلې

کابل ټکی کام (جمعه، ۲ جدي، ۱۴۰۱ل)

د مصر د ستر اسلامي پوهنتون الازهر شیخ د اسلامي امارت پر مشرۍ د افغان سرپرست حکومت لخوا د ښځینه وو پر لوړو زدکړو د بندیز پر پرېکړه خواشیني ښوولې
په افغانستان کې دننه او له افغانستانه بهر اسلامي امارت وروستۍ پرېکړې ته غبرګونونو په لړ کې د مصر د الازهر پوهنتون “شیخ احمد الطیب” د اسلامي امارت له خوا د ښځینه وو پر لوړو زدکړو د بندیز پرېکړه باندې خواشیني ښودلې او هغه یې له اسلام سره په ټکر بللې ده.

دغه پوهنتون پر خپله فیسبوک پاڼه خپره کړې اوږده اعلامیه کې ویلي، دا پرېکړه چې د مسلمانانو ضمیرونو ته یې ټکان ور کړی، باید له هیڅ مسلمان څخه صادره شوې نه وای.

د الازهر پوهنتون شیخ د نړۍ مسلمانانو او نا مسلمانانو وګړو ته ویلي،دا ګومان ونه کړي چې له لوړو زدکړو څخه د نجونو راګرځول اسلامي لارښوونه ده، بلکې اسلام له دغه ډول کړنو څخه سخت انکار کړی دی.
په ورته مهال د هندوستان سترې دیني مدرسې دیوبند هم د اسلامي امارت پر پرېکړه نیوکې کړې دي او له افغان سرپرست حکومت یې غوښتنه کړې ده چې پر خپله پرېکړه دی له سره غور وکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button