قطر: موسسو کې د ښځو د کار بندیز پر پرېکړې دې له سره غور وشي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۵ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
د قطر بهرنیو چارو وزارت د اسلامي امارت د هغې پرېکړې په اړه اندېښنه ښودلې چې په کورنیو او بهرنیو غیر دولتي موسسو کې یې د ښځینه کارکوونکو دندې ځنډولي دي.
یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې کار ته لاسرسی د بشري حقونو هغه اصل دی چې د نړۍ د ټولو هېوادونو لهخوا منل شوی دی.
قطر د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتنه کړې چې پر خپلې پرېکړې له سره غور وکړي او ښځینه کارکوونکو ته اجازه ورکړي چې په غیردولتي او بهرنیو موسسو کې د کار کولو له لارې اړمنو ته د بشرپاله مرستو په رسولو کې همکاري وکړي.



