کارپوهان: د هند په ګډون هېڅ هيواد د افغانستان په کورنیو چارو کې د مداخلې حق نلري

کابل ټکی کام (سه شنبه، ۶ مرغومي، ۱۴۰۱ل)

له هغه وروسته چې د اسلامي امارت په مشرۍ افغان سرپرست حکومت د ښځینه وو زده کړې تر امر ثاني وځنډولي پر وړاندې یې غبرګونونه لا هم دوام لري.

د راپورونو له مخې د غبرګونونو د لړۍ پر دوام هندوستان هم میدان ته را دانګلي او په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د یاد هېواد لسګونو تلویزیوني چینلونو د نجونو د تعلیم پر موضوع د اسلامي امارت پر وړاندې کمپاین پیل کړی، چې په کې له ټولې نړۍ خلک رابلل کېږي تر څو د اسلامي امارت “طالبانو” پر وړاندې غږ پورته کړي.

د کارپوهانو په اند د هندوستان وروستی هڅې تخریبي بڼه لري او هېڅوک حق نلري چې د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.

د ویلو ده چې تېره اوونۍ افغان حکومت تر ښونځیو وروسته په پوهنتونونو کې هم د ښځینه وو زده کړې تر امر ثاني وځنډولې؛ خو د اسلامي امارت د لوړو زده کړو سرپرست وزیر “شیخ نداء محمد ندیم” له ملي تلویزیون سره په مرکه کې ژمنه وکړه چې د یو سالم چاپیریال تر رامنځته کېدو وروسته به یوځل بیا د نجونو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې پرانیستل شي.

مربوطه مطالب

Back to top button