یکشنبه, مارچ 15, 2026
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home مقالې

د کار خلک تر سختو فشارو لاندې وي

احسان تکل نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 31, 2022
کټګوریانې: مقالې, مهم
0
26
ځلې شریک شوی
328
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

امین وردګ

ځینې به دا فکر کوي چې ګني د کار خلک به نو ښه آرام وي آسوده به وي ! خو نه او داسې نه ده؛ د کار خلک تل تر فشارو لاندې وي.
د کار خلک؛ یانې همغه اهل کار خلک.
د کار سړی داسې مثال لري؛ لکه دی چې سندان وي او کار یې څټک ، یا دی څټک فرض کړو او کار یې سندان؛ په هر حال…په دواړو حالو کې اهل کار خلک له ضرباتو او ټکرونو سره لاس او ګرېوان وي.
هغه ونه به مو له لیرې ښه لیدلې وي چې ماشومان یې په ډبرو ولي! خو چې کله نږدې ورشې نو خامخا به له مېوې ډکه وي.
مانا دا چې یوازې هغه ونې په تیږو ویشتل کیږي، په کومو کې چې مېوه وي، نه هغه چې تشې تورې ولاړې دي.
نر توت به د لښتو له امله پېژنئ! (ګواکي فقط وهل کوي) نوره ګټه خو یې ما منې که لیدلې وي.
مطلب د کار سړي، د خبرو سړي او د فکر سړي تل تر فشارونو او سختو ګذارونو لاندې وي.
زموږ ځینې هېوادوال او زموږ ټولنه له فکري اړخه سخت خوار دي! دلته چې یو کس پورته کیږي بل تکیه نه ورکوي (چې له لوېدلو یې وژغوري) بلکې لا یې تر پښو لاندې ځای کني.
ګورئ! ویښیار خلک ترې مستثنی دي! دلته چې هر سړی خدمت ته لږه ملا وتړي، نو تر ټولو مخکې یې خپلوان او ملګري سوټي پسې را اخلي (هسې خلک وایي چې: خپلوان او ملګري…) دلته تل د خپلوانو او ملګرو له خوا کارونه خراب شوي دي.
ګوره! که دې دلته سر څوړ ونیو او غوږونه ځوړند ، نو تر تا بل ښه نشته او که دې چاته وویل چې: مه! بیا به نو د کثافاتو ټول خالي بوتل درپسې تړي.
مشرانو ته پکار ده چې په ځینو مواردو کې څه تحقیق خو کوي کنه ! دلته چې د خائن مخه نیسې نو همغه خائن دنیا خنډونه درته جوړولی شي؛ ځکه چې په دغې زماني مقطع کې ځان مظلوم ګڼي او تا جابر.
دا ټولنه کلونه وخت غواړي چې اصلاح شي؛ ځکه چې کلونه کلونه یې په بې قانونیو کې ژوند کړی.
په حکومتولۍ کې چې له خائنانو سره جوړجاړی ونکړې خامخا زاړه ټیمان درپسې تړي.
موږ ته تعاملي نظام سخت تاوان وکړ! په باربار ما دا خبره کړې هم ده؛ چې تعاملي نظام به موږ ډېر ژر کندو ته کوز کړي.
موږ باید د فساد جرړې په حکمت سره ایستلې وای، که موږ مخکې له مخکې د ښې حکومتولۍ اراده لرلی او همغه وخت مو د سیستم د جوړولو تر څنګ کارمندان هم روزلي وای، نو نن به داسې خوار زار نه وو چې په هر خیرن پسې کاغذونه ځغلوو.
موږ باید خپل سیستم او خپل اهل کارمندان لرلی، خو افسوس چې دا کار مو له لاسه ووت، اوس چې فاسد عناصر تعقیبوو، نو خامخا به تهدیدیږو هم؛ ځکه چې هغوی په تېر یوه کال کې دلته سمې پخې ریښې وځغلولې، نو له همدې امله مو اوس سم زور نه ورته رسیږي.
زه نه پوهېږم چې کله به ویښیږو؟
یو سړی چې په اخلاص او صداقت سره کار او د فساد ورکولو ته ملا وتړي، مفسدین ټول
پسې راووزي! خولو او ګوتو ته کش ورکړي، هغه نو چې څو پر متهم کس د تور دروغ او ریښتیا ښکاري؛ دنیا زیانونه واړوي.
زموږ د سپین لښکر دښمنان بیخي ډېر دي او په غربي پنډغالو کې همدغو خبرو ته پراته دي؛ چې څه ډول زموږ اهل او د کار خلک بدنام کړي.
تاسو به خامخا پر حضرت موسی علیه السلام د هغې ښځې د اتهام کیسه آورېدلې وي چې مخامخ یې پر ده مبارک له ځان سره د جبري زنا تور ولګولو! بیا الله پاک د همدغې ښځې په خوله د ده (علیه السلام) سپیناوی داسې وکړ؛ چې هغې ښځې ته قارون ډېرې پیسې ورکړې وې.
اوس هم همغه خبره ده! کوم خلک چې د فساد په ریښو پرېکولو پسې ګرځي، پر هغه به مفسدین خامخا تورونه لګوي.
له ویدو سره د غلو کار نه وي، خو ویښ به خامخا له مخې لیرې کوي.
په تورو جامو کې تور خالونه یومخ ورک شي، مګر پر سپینو بیا یو هم روڼ او جوت ښکاري.
د موږکو له امله ګدامونه تش مه پرېږدئ، بلکې غارونه یې بند کړئ، یا تلک ورته کېږدئ.
دښمن همدا غواړي چې د تېرو کرغېړنو تاریخونو تکرار ته مو اړ کړي، تورن مو کړي، خفه مو کړي، ګیله من مو کړي او بیا مو دېته مجبور کړي چې تاسو په کورونو کېنئ او دوی بېرته څوکۍ اشغال او اقتدار تر لاسه کړي.
تاسو به د پښتو هغه مشهور متل آورېدلی وي چې وایي ((سپي غپیږي خو قافله تیریږي)).
لومړی وروسته او بیا وړاندې فکر وکړئ! دښمن مو دلته پوره شل کاله هر ډول وحشي حربه وکاروله خو بیا د الله په نصرت سره تاسو مات کړ؛ هغه هم داسې مات چې اوس یې هم له باداره لاره ورکه ده او هم له مزدوره.
مزدورانو ته یې داسې پنډغالي ورکړي چې هېڅ اړخ یې له انساني کرامت سره نه لګیږي، ځکه چې پردي نارینه یې له پردیو ښځینه وو سره یو ځای بې سرنوشته اچولي، چې نه یې خوب آرام دی، نه خوراک او نه هم نور انساني حوائج؛ نو چېرې یې نرمې څوکۍ، لوړ معاشات، فرمایشي هوسانې، لوکس کورونه، لوړ ماډل هیلکسې، لکسیسونه،فور رېنر، مازدیګری د پارک شهر چکرې، هره دویمه او دریمه مېلمستیاوې او مېلې هیریږي.
تاسو خو له دوی څخه د ژوند ټول ناروا عشرتونه واخیستل! نو څه فکر کوئ چې درته هېر به یې شي؟!
مطلب مشران یئ که کشران، زاړه یئ که ځوانان،ښځې یئ که نران؛ نظام ته شاوې مه اړوئ ، حوصلې لوړې ساتئ او خدمت ته ملاوې وتړئ.
تاسو یقین وکړئ چې زه خپل جسارت په مادي توګه دومره متضرر کړی یم چې تصور یې نه کیږي، خو له الله پاک سره مې تر آخري دم پورې پیمان کړی چې حق به نه پټووم او خدمت به نه پرېږدم ان شاءالله.
تاسو هم کوښښ وکړئ چې په نظام کې تر خپلې وسې د مفسدو عناصرو مخه و نیسئ؛مخکې له دې چې مات مو کړي، مات یې کړئ؛ و یې ځپئ، رسوا او سرکوب یې کړئ.
دوی ته وخت مه ورکوئ ولو که مو د سرونو په قیمت تمام شي.

دا هم ولولئ

ایراني جنرال: هرمز تنګي تر اوسه نه دی تړل شوی؛ خو بشپړ کنټرول یې زموږ په لاس کې دی

د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو بریدونه؛ سراج الحق: د اسلامي همکاریو سازمان دې بېړنۍ غونډه راوبولي

سپاه پاسداران: د امریکايي اډو پر ضد د بریدونو ۵۰مه څپه پیل شوه

لوی ټکي: خلکدفشارکار
مخکینې مطلب

اوسپنې پټلۍ ادارې ازبکستان سره د حیرتان – مزارشریف اوسپنې پټلۍ د مسولیتونو د انتقال اړوند موافقه وکړه

بل مطلب

ذبيح الله مجاهد: په موسسو کې د ښځو پر کار بنديز د شريعت حکم دی

ځانګړي مطالب

خبرونه

ایراني جنرال: هرمز تنګي تر اوسه نه دی تړل شوی؛ خو بشپړ کنټرول یې زموږ په لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 15, 2026
خبرونه

د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو بریدونه؛ سراج الحق: د اسلامي همکاریو سازمان دې بېړنۍ غونډه راوبولي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 15, 2026
خبرونه

سپاه پاسداران: د امریکايي اډو پر ضد د بریدونو ۵۰مه څپه پیل شوه

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
خبرونه

یمني ځواکونو د اشغالي فلسطین پر حیفا بندري ښار لسګونه توغندي ویشتلي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
خبرونه

په تل ابیب او اېلات کې د ایراني ځواکونو بریدونه؛ ۴۰ هدفونه په نښه شوي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026

وروستي

ایراني جنرال: هرمز تنګي تر اوسه نه دی تړل شوی؛ خو بشپړ کنټرول یې زموږ په لاس کې دی

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 15, 2026
0

د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو بریدونه؛ سراج الحق: د اسلامي همکاریو سازمان دې بېړنۍ غونډه راوبولي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 15, 2026
0

امریکا منځني ختیځ ته ۲۵۰۰ سمندري ځواکونه او جنګي بېړۍ استوي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 15, 2026
0

امنیتي سرچینه: د پاکستاني بریدونو په ځواب کې به داسې اقدام وشي چې دښمن یې تصور هم نه لري

نشرونکی: ح جلال
مارچ 15, 2026
0

سپاه پاسداران: د امریکايي اډو پر ضد د بریدونو ۵۰مه څپه پیل شوه

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

یمني ځواکونو د اشغالي فلسطین پر حیفا بندري ښار لسګونه توغندي ویشتلي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

په تل ابیب او اېلات کې د ایراني ځواکونو بریدونه؛ ۴۰ هدفونه په نښه شوي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

د ریښتنې ژمنې عملیاتو دوام؛ ایراني ځواکونو د صهیونیستي رژیم پر وړاندې پراخ او ځپونکي عملیات پیل کړل

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

افغان ځواکونو په خوست او پکتیکا کې د پاکستاني پوځي رژيم دوه پوستې نیولي

نشرونکی: ح جلال
مارچ 14, 2026
0

حزب الله د اسرائیلي پوځیانو پر غونډه توغندیز بریدونه کړي

نشرونکی: احسان تکل
مارچ 14, 2026
0

ډیر کتل شوي

  • ایران د بګرام هوايي اډې د نه سپارلو پرېکړې له امله له افغانستانه مننه وکړه

    23 شریک شوي
    شریکول 9 Tweet 6
  • ملي دفاع وزارت: د مشرقي زون فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان یوه پوسته نیول شوې، ۱۴ عسکر وژل شوي

    12 شریک شوي
    شریکول 5 Tweet 3
  • امنیتي سرچینه: د پاکستاني بریدونو په ځواب کې به داسې اقدام وشي چې دښمن یې تصور هم نه لري

    9 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 2
  • ایران د سعودي پر الامیر سلطان هوايي اډه برید کې ۵ امریکايي د سون‌توکو الوتکې زیانمنې کړې

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د سیمې د جګړې احتمالي پایلې؛ د ایران د بریا سناریو او د پاکستان د حیثیت پوښتنه!

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

هیڅوک به له تاسې څخه جنت ته داخل نشي، څو چې د کامل ایمان خاوندان نه شۍ کیدای شي څو چې په خپل منځ کې مینه او ورورولي ټینګه نه کړی. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
دسمبر 16, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

ایراني جنرال: هرمز تنګي تر اوسه نه دی تړل شوی؛ خو بشپړ کنټرول یې زموږ په لاس کې دی

د ایران پر ضد د امریکا او اسرائیلو بریدونه؛ سراج الحق: د اسلامي همکاریو سازمان دې بېړنۍ غونډه راوبولي

امریکا منځني ختیځ ته ۲۵۰۰ سمندري ځواکونه او جنګي بېړۍ استوي

امنیتي سرچینه: د پاکستاني بریدونو په ځواب کې به داسې اقدام وشي چې دښمن یې تصور هم نه لري

سپاه پاسداران: د امریکايي اډو پر ضد د بریدونو ۵۰مه څپه پیل شوه

یمني ځواکونو د اشغالي فلسطین پر حیفا بندري ښار لسګونه توغندي ویشتلي

په تل ابیب او اېلات کې د ایراني ځواکونو بریدونه؛ ۴۰ هدفونه په نښه شوي

د ریښتنې ژمنې عملیاتو دوام؛ ایراني ځواکونو د صهیونیستي رژیم پر وړاندې پراخ او ځپونکي عملیات پیل کړل

افغان ځواکونو په خوست او پکتیکا کې د پاکستاني پوځي رژيم دوه پوستې نیولي

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com