کابل ټکی کام (سه شنبه، ۱۳ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
د افغانستان او پاکستان تر منځ د اړیکو په اړه د اسلامي امارت ویاند په خپلو تازه څرګندونو کې ويلي، چې پاکستان دې له بې اساسه خبرو او پارونکو نظریاتو څخه ډډه وکړي.
ښاغلي ذبيح الله مجاهد ويلي، د افغانستان اسلامي امارت د پاکستان په شمول له خپلو ټولو ګاونډيو هیوادونو سره د حسن همجوارۍ په روحیه ښې اړيکې غواړي او په ټولو هغو لارو چارو باور لري چې دغه هدف ته موږ رسولی شي.
نوموړي زياته کړې ، په دا وروستیو کې د پاکستاني چارواکو لخوا د افغانستان په اړه ناسمې څرګندونې کیږي چې موږ يې د تأسف وړ بول په خبره يې:«سلامي امارت ټوله هڅه کوي چې د افغانستان خاوره د پاکستان او هیڅ کوم بل هیواد په وړاندې ونه کارول شي.»
موږ همدې هدف ته ژمن یو، خو پاکستانی اړخ هم مسئولیت لري چې د وضعیت د کابوکیدو هڅې وکړي:«له بې اساسه خبرو او پارونکو نظریاتو ورکولو څخه ډډه وکړي» ځکه داسې خبرې او بې باوري د هيڅ اړخ په ګټه نه ده.
د افغانستان اسلامي امارت لکه څرنګه چې پخپل هیواد کې امن او ثبات ته ارزښت ورکوي همداسې د ټولې سیمې لپاره امن او ثبات غواړي او په دې لاره کې خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.


















