جاوید فدا
زما د حکومت برجسته سړیه او د چارو مشره نن غواړم تاسره د زړه پټ دردونه شریک کړم، څو یې په هکله ژور غور وکړې او که د تعمیل وړ وه، د پلې کیدو هڅه یې وکړې؛ هسې نه سبا مې خداوند متعال ج د مشورو په کتمان ملامت کاندي.
ګرانه! تر پرونه مونږ تاسو سخت بې اسرې وه، پشتیوانه مو همدا ملت وه، هغوی زمونږ د بریا لپاره له سپیڅلي نیت څخه، څومره مخلصانه قربانۍ چې ورکړې، ښایي مونږ دومره هڅې نه وي کړې؛ نو لومړی خو د واک له ګدۍ څخه د دې خلکو پورونه ور پوره کړه او مخکې له دې چې دوی د یوې غوښتنې غږ وکړي، ته یې د تعمیل لپاره مټې را ونغاړه.
سمه ده جهاد پر ټولو لکه لمونځ فرض وه او دوی هم د خپل شرعي مکلفیت له مخې ستا همکاري ته تن ورکړی وه؛ خو داچې نن یې تاته تاج و تخت پریښوود، نو لږ تر لږه باید دوی هم د خپلو قربانیو ثمره وویني.
ګرانه! د واک او ځواک مینه لیونۍ او زمانه یې ډیره مؤقته وي، ګوره په دغه ټاکلي میعاد کې هره شیبه د خدمت وروستۍ ورځ وبوله او ووایه چې له دې هر شیبې څخه زه باید له لاسته راغلي واک او ځواک څخه د ټوک ټوک هیواد او ځوریدلي ملت د خوشالولو لپاره تر خپل وس زیات کار وکړم.
دا سمه ده چې نکاح د ژوند له مهمو او اړینو سنتونو څخه ده او په مټ یې انسان د کمال درجې ته رسیږي. خو ګوره تر لاسه شوې کرسۍ دې دومره لیونی نه کړي، چې آسمان ته رسیدلو ولورونو کې ته د دوهمې او دریمې په خیالونو کې ډوب یې او پخوانۍ د سختو ورځو میرمن ته د توت ارزښت نه ورکوې؛ دغه راز په دغه برخه کې چې د منع شرعي نص نه دی راغلی، نو زه یې هم ناوړه نه بولم؛ خو د هغو بې وسه او ناداراه ځوانانو په سرنوشت هم یوه شیبه غور وکړه، چې د خسرګنۍ ظالمانه ولور د ایران او ترکیې د سختو لارو کښيان کړل او خپل نازک بدنونه یې یا د غرونو د لیوانو خوراک شول یا هم د سمندري کبانو…..
که د اولیاؤ لخوا د نجونو د پلور مخه نه شې نیولی، نو ځان هم تر نورو نادارو او بې وسه مجردانو څخه د زیاتو ودونو مستحق مه بوله.
ګرانه! ستا په لاس کې مختلفې وسلې او وسایط ملي شتمني (بیت المال). ده، تر پرونه یې په مټ، ته! او ستا ملاتړي ښکار کیدل، خو نن امانت او سلامت ستا په لاسونو کې قرار لري؛ ګوره له بېځایه او ناوړه استعمال څخه یې په کلکه ځان وساته، ځکه دا د ملت مشترک مال دی او تاته یې هم د ځانګړو شرایطو له مخې د کارونې اجازه درکړل شوې.
ګوره محترمه! دلته تر پرونه مختلفې واکمنۍ تیرې شوې، دوه سري او څوګوندیز حکومتونه تجربه شول، کابل او ښارونه د مجاهدنما څیرو په مټ په ویرانه بدل شول او د زرګونو وګړو معصومې وینې توی شوې، دا جغرافیه له تجزیوي ګواښ سره بالفعل مخ وه او نږدې وه چې د بهرنیومرموزو استخباراتي کړیو پټې لوبې عملي بڼه خپله کړي؛ نو ګرانه دلته هماغه کرل شوی تخم لا هم ژوندی په ځمکه کې پروت دی، د پخوانیو سیاسي او نفوذي څیرو په راخپلولو، د بهرنیانو لخوا د هغوی په تومنه کې د ناوړه نفوذي ریښو په لمنځه وړلو او یوه سپیڅلي هدف ته د هغوی متوجه کول ستا دنده ده، باید ورته ډیر پام وکړې.
یوه بله خبره مې هیره نه شي او هغه هم داچې ګرانه! مونږ دنیا ته علمي ډیوې رسولې او د نړۍ نوموتي عالمان مو د لرغوني بلخ، هرات او…. په علمي زانګو کې د روزنې او پالنې ویاړ لري، خو په وروستیو پیړیو کې د مختلفو لاملونو له کبله مونږ د سیالانو څه چې له هغوی هم وروسته پاتې شو، چې مونږ ورته د ښوونې څپرکي ورښوودلي وه؛ نو بنأ لازمه ده چې د علمي باب په بیا روښانه کولو کې خپلې هیڅ ډول هڅې دریغ نه کړې.
که غواړو چې پر خپلو پښو ودریږو او یوځل بیا د سیالانو هسکې غړۍ خپل ځان ته خم کړو، نو اړینه ده چې تعلیمي برخې ته ښه پام وشي، په دې سره به په خپلو پښو ولاړ او پر ځان بسیا افغانستان و لرو او هم به له وارداتي تحمیل شویو مفکورو خلاص شو..
یوه نادره به بله درته وکړم!
هغه جومات او مدرسه چې ستا د امن او پناه ځای او ستا د دعوت، تبلیغ او علم مرکز وه، اوس په ویجاړه صحرا بدل شوی؛ ځینې مشران یې ستا په څیر د حکومتي اډانې ارکین شول او د کلي خلک یې هم په هغه کچه د پالنې شوق نه کوي، څومره یې چې پخوا درلوده.
خو په همهاله توګه ځینې بیا د خپل نوم او پاور د لوړتیا په موخه په لوړه کچه د نورو مدارسو د ایجاد هڅې کوي؛ له همدوی څخه مو غوښتنه ده چې که په اړوند سیمه کې چې د نوې مدرسې د ایجاد هڅې یې پیل کړې، که نور مدارس/ښوونیز مراکز شتون ولري، باید د هغوی په تقویه کې خپل رول ولوبوي او هغه بودیجه چې د یوه جلا تشکیلاتي ساختار په تهداب لګول کیږي، باید د پخوانۍ جونګړې په ښه آبادولو او د طالبو زدکړیالانو په ښه روزنه او پالنه یې صرف کړي.
په پای کې؛ ګرانه مشره الله ج دې ستا سیوری زمونږ له سره نه کموي، ځکه اوس د دوست او دښمن ټولې هوښیارې پرګنې ستا د استقامت غوښتنه کوي، اوس ستا زوال ټولو ته بد پیغام لري او ستا عروج د ټولو ګډ آرمان دی، نو خپل هر قدم په خورا غور باندې اخله، ځکه ستا له وجود سره د ملتونو هیلې تړلې دي.


















