امريکا: د پنځو ماشومانو په شمول د يوې کورنۍ ۸ تنه په ډزو وژل شوي

کابل ټکی کام (جمعه، ۱۶ مرغومي، ۱۴۰۱ل)

د امريکا په يوټا ايالت کې د پنځو ماشومانو په شمول د يوې کورنۍ ۸ تنه په ډزو وژل شوي دي.

پوليس وايي، دا پېښه د ايناک ښار کې رامنځته شوې چې په وينا يې وړمه ورځ يې جسدونه موندل شوي دي.

د يادې کورنۍ کسان له ډېر وخت څخه نه ليدل کېدل چې د ځايي خلکو په وينا پوليس يې چې کور ته ورغلي، ټول په ډزو وژل شوي و.

پوليس وايي، د پېښې په اړه يې پلټنې پېل کړي چې وروسته به يې په اړه نور جزيات خپاره کړي.

مربوطه مطالب

Back to top button