کابل ټکی کام (۲۲ سلواغه ۱۳۹۴ل) هاشمي عبدالله
راپورونه وايي چې د اماراتو لمړي وزیر او د دوبۍ حاکم شیخ محمد بن راشد د اماراتو په کابینه کې ښځينه مامورینې هم په کار ګمارلي دي.
نوموړي په خپله ټوېټر پاڼه کې ویلي دي چې د خپل ورور محمد بن زاید سره له سلا او مشورو وروسته یې دا کار کړی دی، او په دې نوې کابینه کې به شپږ تنه ښځېنه مامورینې هم په خپلو دندو پیل وکړي.
په دوبۍ کې د حکومت والۍ په هکله یوه ستره غونډه روانه ده چې د اماراتو په دولت کې به په فدرالي سیستم کې بنسټيز بدلونونه رامنځ ته شي.
دغه ښځې له شیخ محمد بن راشد، چې په دوبۍ کې په یو عیاش انسان سره شهرت لري، سره نږدې اړیکي لري.
د دې ښځينه وزیرانو نومونه په لاندې ډول دي.
لبنی القاسمي، عهود الرومي، شما المزورعي، جمیله سالم المهیري،نجلا محمد العور
















