شعر/ نورالله عرفان
تـه دټول جهان خالـق یې په هرڅه دي حکومت دی
یـاإله العالمينه لـــوی دې شــان لـــوی دې قـد رت دی
حــیوانات کـه نـباتـات او جـمادات که مـائعـات دي
له عـدم څخه وجودتـه چې راغلې سـتاعظــمـت دی
څومره ښکلي انسانان دې له سپيرو خاورو پيدا دي
هریورنګ له بل بدل دی ، په هریوکې خپل زينت دی
لمرسـپوږمۍ دې پنځولي، هم پيـدادې ورځ اوشپه کړل
په خپل وخت هريو را درومي نه تاخيرنه يې سبقت دی
کـه په ځمکواســمـانـونوکې هــرڅه دې سـتا ثـناده
په هرشي اوپه هر رنګ کې دې ثابت خپل وحدانیت دی
لـه ازل نــه تـرابـده له هـرجــنسـه تـرهــرفـرده
سترڅښتن دکائناتو يې ، دايم دېسلطانت دی
زه عرفان دې امتي چې دنبي آخر الزمان کړم
ربه کړی دې ترټول دا پرما ډېرلوی نعمت دی

















