کابل ټکی کام (سه شنبه، ۲۰ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
له څه مودې راهیسې د هندي سینما “بالي ووډ” هنرمندان او فلم جوړوونکي په لوی لاس او د یو یو منظم پلان له مخې د اسلامي او د افغانستان د ویاړلو تاریخي شخصیتونو په اړه له سپکاوي ډک فلمونه جوړوي
د بالي ووډ هندي هنرمندان د اسلام د مقدس دین او د افغانستان د کلتور پر ضد فلمونه جوړول پیل کړي دي، د هندي فلمي میدان کښې یو شمیر داسې هنرمندانو او فلم جوړونکو کار پیل کړې چې اسلام سپیڅلی دین، د افغانستان کلتور او پخواني شخصیتونه بدنام کړي.
په تازه خپور شوي فلم کې هندي ھنرمند “اکشې کمار” هڅه کړی، ترڅو ثابته کړي چې افغان امپراطور “احمدشاه ابدالي” زمونږ د بالي وډ سندرې غلا کړي دي او دغه شان هغوی هڅه کړي چې د افغانستان دغه نامتو شخصیت بدنام کړې.
که تاسو د هندي فلم “پانې پت” وګورئ نو په هغه کې هم د افغانستان او د افغان مشرانو سپکاوې شوي دې.
په پاني پت فلم کښې هم افغانان بې رحمه، وینه تویونکي او وحشي ښودل شوی دي کومو چې د هندي مرهټیانو د ښه ژوند خوښوونکي، د نیک او رښتوني خلکو په توګه منلي وو.
د کارپوهانو په اند هندي له افغانانو سره تاریخي دوښمني لري او کله هم نه غواړي چې پخوانۍ دوښمنۍ هیرې کړي دا په داسې حال کې ده، چې څو کاله وړاندې هندي الوتکو د افغانستان په غزني ولایت کې د محمود غزنوي رحمه الله مزار باندې هم هوایي برید کړی و د ویلو ده چې محمود غزنوې رحمه الله هغه څوک و چې هندوستان ته یې د اسلام مقدس دین ورساوه او په لکونو هندوان یې مسلمانان کړل او د سومنات تاریخي بت یې هم دړې وړې کړ.


















