غزل/ جانان_خدرخېل
عشق کې دې خاني خدای رانه واخیسته
سمه زندګي خدای رانه واخیسته
زۀ هم ستا د مینې مفکر شومه
روغه باچاهي خدای رانه واخیسته
ږیره کې مې سپین وېښتان راوختل
ګل غوندې ځواني خدای رانه واخیسته
زۀ دې یارانې په غم ککړ کړمه
شېخ شومه، شوخي خدای رانه واخیسته
زۀ لکه بندي مرغۀ قفس کې بند
سیال سره سیالي خدای رانه واخیسته
اوس به د “جانان” لوفري ووینې
لاړه بزرګي خدای رانه واخیسته
۱۴۰۱/۵/۱