کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
د امریکا دفاع وزارت ویلي چې امریکا به ددغه هېواد د اوکلاهوما ایالت په یو نظامي مرکز کې اوکرایني ځواکونو ته د پټریټ هوایي دفاعي سیستم د کارولو او ساتلو روزنه ورکړي. واشنګټن د تېر کال په وروستیو کې له اوکراین سره د پتریټ دفاعي سیستم د ورکړې ژمنه وکړه څو یاد هېواد وکړای شي د روسیې د هوایي بریدونو پر وړاندې مقابله وکړي. اوکراین تر دې مخکې څو ځله له امریکا څخه ددغه پرمختللي هوایي دفاعي سیستم د ترلاسه کېدو غوښتنه کړې وه. د پنټاګون د مطبوعاتو رییس جنرال پټ رایډر ویلي چې په دې روزنیز پروګرام کې به شاوخوا ۹۰ تر ۱۰۰ اوکرایني ځواکونه ددغه سیستم د کارولو او ساتلو په برخه کې چې څو میاشتې به دوام ورکړي، روزنه ترلاسه کړي. پټریټ له ځمکې څخه هوا ته یو رهبري کېدونکی هوایي دفاعي سیستم دی چې کولی شي الوتکې، کروز مزایل او لنډ واټن ویشتونکي بالستیک مزایل په نښه او هدف ته له رسېدو مخکې رانسکور کړي.


















