کابل ټکی کام (چهارشنبه، ۲۱ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
د عربي رسنیو د راپور له قطر د هند د دفاعي آتشې سمندري ځواکونو ګڼ غړي اسرایلو ته د جاسوسي په تور نیولي دي.
قطري چارواکي وایي دغو کسانو به په پټه د قطر د دفاعي نظام اړوند موارد د دوښمن هیواد اسرائیلو جاسوسي ادارې “موساد” ته ورکول.
د نیول شویو د شمېرې په تړاو څه نه دي ویل شوي خو سرچینې وایي چې شمېر یې لسګونو ته رسېږی چې د اتو تنو نومونه یې په لاندې ډول ښودل شوي دي.
قوماندان “پورنندو تيواري، کيپټن نوتيج سينګ، کمانډر بيرندر کمار ورما، کپتان سورابه ويششت، قوماندان سوګناکر پاکالا، قوماندان اميت ناګپال، قوماندان سنجيو ګپتا او سيلر راکيش.
د معلوماتو له مخې، نيول شوی سمندري پرسونل د هندي استخباراتو (R&AW ) اجنټان وو چې په دوحه کې یې د دهرا ګلوبل ټيکنالوژۍ شرکت سره مشورتي خدماتو کې کار کاوه.


















