کابل ټکی کام (جمعه، ۲۳ مرغومي، ۱۴۰۱ل)
که څه هم امریکا+ هندوستان+ اسرایل او ځینې نور نړیوال او سیمه ییز هیوادونه هڅه کوي، چې پاک- افغان اړېکې خرابې کړي؛ خو یو شمېر کار پوهان بیا په دې اند دي چې پاکستان هڅه کوي افغانستان کې د ا.ا. په مشرۍ له سرپرست حکومت سره اړېکې ورغوي او په عمل کې یې هم په نړیوال سټیج هڅه کړې ده چې افغانستان ته د نړیوالو پام را وګرځوي او دغه هیواد ته د نړۍ مرستې را جلب کړي.
د چارو شنونکي وایي چې د یاد هیواد د پخواني لومړي وزیر ” عمران خان” په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند حکومت تر ډېره هڅه کړې وه لوړ پوړو چارواکو یې کابل ته سفرونه کړي وو او له نړیوالو یې غوښتي و چې د افغانستان میلیاردونه کنګل شوې شتمنۍ څخه بندیزونه لرې کړي او دغه هیواد په رسمیت وپیژني.
خو دا چې په پاکستان کې سیاسي بدلون رامنځته شو عمران خان له واکه ګوښه او پر ځای یې د شهباز شریف په مشرۍ د PDM ګوندونو ائتلافي حکومت رامنځته شو؛ خو تیره میاشت کابل ته د “حناء رباني کهر” په مشرۍ د لوړ پوړي پاکستاني پلاوي سفر وښوده چې د یاد هیواد اوسني حکومت هم د افغانستان په اړه د عمران خان د وخت پالیسي ته دوام ورکړی دی.
د ویلو ده چې پاکستان او افغانستان دوه مسلمان ګاونډي هیوادونه دي خوشالي او غم یې سره شریک دي که پاکستان کې امن وي افغانستان کې به امن وي او که افغانستان کې امن وي پاکستان به ارام وي او که د دواړو دوستي دوام وکړي د آسیا په زړه کې به یو ستر اقتصادي دهلیز رامنځته شي چې د دواړو هیوادونو په اقتصادي حالت به مثبت اثر وغورځوي.


















