له حده زیات ترحم تاوان لري

زموږ اوسنی زعیم (حفظه الله) پر دې وتوانېدلو چې زموږ ګران هېواد (افغانستان) د پردیو له پلیت حضور څخه پاک کړي، زموږ په ټاټوبي کې یې وینه و دروله، زموږ ځوانان اوس نه وژل کیږي، ناموس مو امن شو او څوک تجاوز نشي پرې کولای، خلاصه دا چې؛ موږ یې هم په فزیکي توګه آزاد کړو او هم په فکري.
زموږ اوسني زعیم داسې کار وکړ چې د اسلام په تاریخ کې دویم مقام لري او هغه دا رقم : کله چې حضرت محمد (صل الله علیه و آله وسلم) مکه مکرمه له مشرکینو څخه فتح کړه، نو بیا یې ټول دښمنان وبښل او له هېچا څخه یې هم کسات وانخیست، حتی هند بنت عتبه او وحشی الحرب یې هم معاف کړل (چا چې د ده مبارک تره [حمزه ابن عبدالمطلب] د اُحد په میدان کې وروسته له شهادت څخه مثله کړی هم ؤ) نو پر همغه منوال زموږ اوسني زعیم هم خپل ټول دښمنان و بښل او ټولو ملګرو ته یې جدي امر وکړ چې باید پخوانيو دښمنانو ته نور د دښمن په سترګه و نه ګورئ! بلکې یو کار یې لا ایضافه هم ورسره وکړ او هغه دا چې؛ پر پستو څوکیو یې و نازول او په حکومت کې یې لویه برخه ورکړه؛ د مدیریت کاري دستګاه یې همغوی ته وسپارله چې شاوخوا نیم میلیون کارمندان یې رسماً پر همغو پخوانیو پُستونو بېرته فعال کړل؛ په داسې حال کې چې د جهادي سنګر زیاتره مجاهدین اوس هم په نظامي پنډغالو کې بې سرنوشته پراته دي.
خو دغو نامردانو ته چې اوس کوم مجاهد ورشي او اداري کار یې ورپورې تړلی وي ، نو چې څومره یې په وسه کې وي، همغومره یې بې ځایه شعبه پر شعبه او اداره پر اداره ځغلوي، په دغه ډول رمزي شکنجې ورکوي او خپل کسات ترې اخلي، چې مجاهد ته د دغه ذهني آزار پوښتنه به الله پاک خامخا زموږ له مشرانو وکړي؛ ځکه خو زه وایم چې دلته زموږ زعیم له خپل خوني او فکري دښمنانو سره تر حد اوښتی ترحم کړی، چې ټول یې ( بې ولې او ځکه / چون چرا) څخه وبښل او پر خپلو دندو یې پرېښوول.
د اسلام پیغمبر (ص) خو لومړی خپل دښمنان اصلاح کړل، فکراً یې وروزل، د خپل قانون تابع یې کړل او بیا یې دندې ورته وسپارلې، مګر زموږ زعیم (ښۀ وو که بد؛ تور وو که سپین، پاک وو که فاسد، خائنین وو که مخلصین وو،صادقین وو که منافقین) ټول یې پر خپلو ځایو پرېښوول، هغوی هم فقط ګیرې لږې اوږدې کړې (چې اوس د پسه په پوست کې ښکار کوي) نور همغه خلک دي .
یقیناً چې زموږ زعیم پر دوی له حده زیات ترحم وکړ! ځکه خو یې نن زعامت ته همدغه طبقه رنګارنګ خنډونه جوړوي او غواړي چې د ده په واحد او متحد صف کې خپل زهر وپاشي.
نو چې هر وخت موږ له ټولو خواوو مستقل شوو، ملت مو کاملاً راضي او پر واحده لیکه روان شو، کار اهل کار ته (په پوره توګه) وسپارل شو او د پردیو له احتیاجه مکمل ووتو؛ جغرافیا مو ټوله (ځمکه ده که هوا) په خپل واک کې شوه، له نړۍ سره سیال او حکومت مو لږ تر لږه شل کاله دوام وکړ (خو چې ټول خلک راضي وو) نړۍ په رسمیت وپېژندلو، اقتصاد مو رشد وکړ او هره ننۍ ورځ مو تر پرونۍ بهتره شوه- نو زه هلته بیا وایم چې په ریښتیا سره موږ اوس د سر سړی پیدا کړ.
تر اوسه زموږ زعیم ته دنیا ستونزې پرتې دي او دی کوښښ کوي چې لیرې یې کړي (له همدې امله مننه ترې کوو او الله پاک یې دې زموږ له سره نه کموي) په ریښتیا چې په اوس کې ځینې پرمختګونه په ستایلو ارزي؛ خو تر ټولو وړاندې مخلص او وفادار خلک پر کار پوهوول او بیا یې په حکومتي چوکاټ کې (له خپلو وړتیاؤ سره سم) پر دندو ګمارل اړین دي؛ خو دا کار هم باید د یوه شفاف میکانیزم له مخې په داسې حال کې تر سره شي، چې سیستم رامنځته او اساسي قانون جوړ شي.
تر اوسه خو موږ په تقلیدي توګه حکومتي دستګاه چالانه کړې ده، نه د خپل اداري سیستم له مخې.



