کابل ټکی کام ۲۳سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي زمونږ همکار ته د ایمیل له لارې خبر ور کوي چې بېګاه شپه ۱۱ بجې د دوی د جنګیالیو له لورې د هلمند ولایت د نادعلي ولسوالۍ اړوند په خوشحال کلي کې د افغان عسکرو پر یوه امنیتي پوسته برید ترسره کړ، چې په پایله کې یې پوسته ترې ونیوله.
د ښاغلي احمدي له قوله چې په دغه جګړه کې ۶ تنه عسکر وژل شوي، او نور تښتېدلي دي.
قاري یوسف همدا شان د یوه امریکایي ثقیل، د ۲ امریکایي ټوپکونو، د ۱ دراز کوف، د ثقیل ۵ صندوقه مرمیو او نورو ګڼ شمېر مهماتو د نیولو دعوه کړې ده.
په را لېږل شوي ایمیل کې احمدي زیاته کړې ده چې د دوی جنګیالیو ته هېڅ زیان نه دی اوښتی.
















