کابل ټکی کام ۲۳سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د سالنګ لویه چې دا دوه ورځې د سختو توپانونو او واورو له کبله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه، نن بېرته د ترافیکو پر مخ خلاصه شوه.
د سالنګونو د ساتنې او څار ادارې مشر جنرال رجب رسنیو ته ویلي دي چې دا لویه لاره یې ځکه تړلې وه، ترڅو مسافر زیانمن نشي.
رجب وویل چې دا مهال یې کار کوونکو لاره صفا کړې، او نن ماښام ۷ بجې یې مسافر وړونکو موټرانو ته پرې د تګ را تګ اجازه هم ور کړې ده.
دغه لاره تېره ورځ له غرمې وړاندې ۱۱ بجې د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.
د یادولو ده چې د سالنګ لویه لاره پلازمینه کابل له ۹ شمالي ولایتونو سره نښلوي.
















