کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ سلواغه، ۱۴۰۱ل)
د راپورونو له مخې ، د امریکا کلفورنیا ایالت په لاس انجلس ښار کې په يوې غونډې د وسله وال برید له امله ۲۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
بريد په هغه کسانو شوی، چې د نوي کال نمانغونډې مراسمو ته راټول شوي و.
پولیسو دغه برید د مونټري نومي پارک کې را منځته شوی، چې ۹ تنه پکې وژل شوي او ۱۳ تنه نور سخت ټپيان دي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې بريد د چا له خوا شوی خو پوليس وايي، پلټنې يې پيل کړی دي.
د يادونې ده، چې پنځه ورځې وړاندې هم د امریکا د کلیفورنیا ایالت په ګوشین سیمه هم په يوه مرموز ډوله بريد کې پنځه تنه په ډزو وژل شوي و.


















