متقي ازبکستان ته: د ګاونډیتوب او ورورولۍ تقاضا په سختو حالاتو کې یو او بل ته لاس ورکول دي

کابل ټکی کام (دوشنبه، ۳ سلواغه، ۱۴۰۱ل)

په افغانستان کې د برېښنا د بېساري پرچاوي سره هممهاله، د اسلامي امارت په رهبرۍ د افغان سرپرست حکومت د بهرنیو وزیر ” ملا امیر خان متقي” د ازبکستان له حکومت څخه غوښتنه کړې ده چې افغانستان ته د لاسلیک شوي تړون له مخې برښنا ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د برېښنا شرکت د روانې جنورۍ میاشتې پر لومړۍ نېټه له ازبکستان سره د ۲۰۲۳م کال لپاره د وارداتي برېښنا د تړون د تمدید خبر ورکړ.

ښاغلي متقي چې تیره ورځ یې
په کابل کې د کرنیزو محصولاتو پراختیايي صندوق د پرانیستې غونډې ته خبرې کولې: وویل چې ازبکستان د نوي تړون له مخې افغانستان ته څه باندې ۴۰۰ میګاواټه برېښنا ورکولو ژمنه کړې وه.

ښاغلي متقي د نیوکې په بڼه وویل” چې ازبکستان د ژمي په دې یخو شپو او ورځو کې پر افغانستان خپل برېښنا قطعه کړې ده.
نوموړي زیاته کړه چې د ګاونډیتوب او ورورولۍ تقاضا په سختو حالاتو کې یو او بل ته لاس ورکول دي او د ازبکستان له حکومت څخه يې وغوښتل چې افغانستان ته د لاسلیک شوي تړون له مخې برښنا ورکړي.

مربوطه مطالب

Back to top button